الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

يو چينايي شرکت د کثافاتو د بيا استفادې لپاره د پانګونې په برخه کې علاقه څرګنده کړې ده

25 اسد 1404

 15974.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د یوې ناستې په ترڅ کې د ښار په کچه د تولیدي کثافاتو د بیا کارونې په اړه د یوه چینایي خصوصي شرکت له استازو سره بحث او خبرې وکړې. نوموړي د کثافاتو د مدیریت په برخه کې د نویو لارو چارو پر موندلو ټینګار وکړ  او  ویې ویل چې، کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري څو په دې برخه کې خصوصي سکټور ته د پانګونې زمینه برابره کړي. د ښاغلي سجستاني په وینا؛ اوس مهال نړیوالو شرکتونو ته هم د کثافاتو د بیا کارونې او په انرژۍ د بدلولو په برخه کې پانګونې ته ښه زمینه برابره ده. نوموړي همدا راز وویل چې، له تخنیکي مطالعاتو وروسته به د کثافاتو د مدیریت په برخه کې نوې کړنلارې عملي شي چې، ور سره جوخت به چاپېریالي ستونزې هوارې شي. ورته مهال د چینايي خصوصي شرکت استازو چمتوالی وښود په ګزک سیمه او د کابل ښار په نورو زونونو کې به د کثافاتو د بیا کارولو په برخه کې پانګونه وکړي. دوی ژمنه وکړه چې ډېر ژر به په دې برخه کې خپل وړاندیزونه او طرحه د کابل ښاروالۍ له مشرتابه سره شریک کړي او تر اروزنې وروسته به یې عملي او پلې کړي