الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اسد (زمري د ۲۴مې) په مناسبت د کابل ښاروالۍ د ښاري ښکلا برنامو ننداره

 15978.jpg (1820 × 1024)

د اسد د ۲۴مې د اشغال د خاتمې او د افغان ولس د بریا د څلورمې کلیزې په مناسبت، د کابل ښاروالۍ له لوري د ښاري ښکلا نوې برنامې نندارې ته وړاندې شوې. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي‌ګل جواد وویل چې په دې برنامو کې د ښار مهمې او نوموتې سیمې په بیرغونو، څراغونو او د مبارکۍ د ځانګړو پیغامونو په وسیله ښکلي شوي دي اودا کار د ښاریانو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی. هغه زیاته کړه: «د اسد ۲۴مه هغه ورځ ده چې په دې خاوره کې یوه ملي حماسه ثبت شوه، او موږ د دې برنامو په وسیله د افغانستان د مجاهد ولس فداکارۍ او ایثار ته درناوی کوو.» ښاغلي ولي‌ګل جواد ژمنه وکړه چې د ښار د ښکلا برنامې یوازې تر يوې ورځې پورې نه محدودېږي، بلکې دا کار به دوام ولري څو کابل ښار ورځ تر بلې یو ښکلی، ارام او منظم ښار وګرځي. د ښار په هره برخه کې ځړول شویو بیرغونو، څراغونو او د مبارکۍ پیغامونو نوې فضاء رامنځته کړې ده. ښاریان په ډېره خوښۍ په ښکلو نظرونو له دغو بدلونونو تود هرکلی کوي