ابو یاسر پښتون

د وچو او لمدو کثافاتو بېلول د چاپېریال ساتنې لپاره خورا غوره لار ده. کله چې کثافات له بېلولو پرته تر خاورو لاندې خښ شي، دا کار د ګلخانه یی ګازونو تولید ته زمینه برابروي، چې دا د ځمکې لپاره یو جدي ګواښ بلل کیږي. خو که چېرې کثافات سره بېل شي، دا به د خښولو پر ځای د بیا کارونې وړ شي.
وچ کثافات عموماً هغو ته ویل کېږي چې، د بیا کارونې وړ وي. که چېرې اړین امکانات موجود وي، له دغو کثافاتو څخه د نویو شیانو په جوړولو کې ګټه اخیستل کېدای شي چې، دا کـار د انرژۍ او اومـو (خامو) توکو د سپما لپاره ډېر اهمیت لري.
تاسو کولای شئ چې د کار یا ژوند په ځای کې دوه جلا کثافات دانۍ کېږدئ، یو د وچو او بله د لمدو کثافاتو لپاره، ترڅو د کثافاتو د بیا کارونې لړۍ چټکه شي او تاسو هم د چاپېریال په ساتنه کې مهم رول ولوبوئ.
وچ کثافات:
وچ کثافات هغه توکي دي چې، نه تجزیه کېږي. یا دا چې وچ کثافات هېڅ ډول عضوي توکي، لکه خواړه، نه لري.
وچ کثافات د ”نه تجزیه کېدونکو“ په نوم هم یادېږي.
د وچو کثافاتو بېلول ځینو توکو ته د بیا ژوند موقع ورکوي. د بېلګې په توګه، شیشه په طبیعت کې نه تجزیه کېږي، یعنې که زرګونه کاله هم پاتې شي، د خاورې باکتریاوې یې نه تجزیه کوي. خو که شیشه جلا شي، له اصلي توکو څخه یې بیا بیا کار اخیستل کېدای شي.
د وچو کثافاتو څو بېلګې:
۱- ډول ډول پلاستیک او یو ځل کارېدونکي لوښي.
۲- ښیښه
۳- وسپنه
۴- لرګي
۵- د لرګیو بور
۶- ټوکر
۷- مقوا او کاغذونه
۸- کاغذي دستمالونه
په ځینو هېوادونو کې، کاغذ، مقوا او دستمال له نورو وچو کثافاتو څخه جلا کول یو قانوني مکلفیت دی.
لامده کثافات:
لامده یا تجزیه کېدونکي کثافات هغه توکي دي چې، په طبیعت کې د خاورې د باکتریاوو له خوا په لنډ وخت کې تجزیه کېږي او په معدني توکو او سرې (کمپوست) بدلېږي.
که لامده کثافات په سمه توګه سره جلا شي، کولای شي چې د کمپوست د تولید په توکو کې شامل او بیا د بوټو د ودې لپاره وکارول شي. لکه:
۱- طبیعي خواړه، د مېوو او سبو پاتې شوني.
۲- د خوړو پاتې شوني.
۳- غوړي.
۴- د هګۍ پوستکي.
۵- د چرګ، غوښې یا د کب هډوکي او...
بله ډلـه کثـافات شـته چې، ګواښوونکي دي او د ناروغیو لامل کېږي.
د روغتـون پـاتې شـوني پـه ګواښوونکي کثافاتو کې راځي.
دا ډول کثافات باید جلا وساتل شي او په ځانګړې توګه مدیریت شي.
لکه څنګه چې وویل شول، د وچو او لمدو کثافاتو جلاکول کولای شي د هغوی د ژوند لوری بدل کړي او چاپېریال وژغوري.
نو له همدا نن څخه د کثافاتو جلاکول له خپل کور څخه پیل کړئ!


