الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

زرغون بامونه

ا. الګوزی

16097.jpg (2500 × 1100)

په ننني ښاري عصري ژوند کې چې، ودانۍ لوړېږي او د طبیعت لمنه ورځ تر بلې تنګېږي، ډېری خلک د زرغونو سیمو له کموالي شکایت کوي. خو یوه نوې او الهام بخښونکې مفکوره چې ورو ورو د ښارونو د ودانیو پر بامونو غوړېږي، هغه د زرغونو بامونو یا د کور پر بام د بڼونو او زرغونو سیمو جوړول دي. دا نه یوازې د ښاري چاپېریال ښکلا زیاتوي، بلکې د خلکو ژوند ته تازه هوا او آرامتیا هم له ځانه سره لري. د ښارونو د نفوس د زیاتوالي او د چاپېریال د ککړتیاوو د ډېرېدو له امله، زرغونو سیمو ځانګړی اهمیت موندلی دی. په ځینو هېوادنو کې د ښاري ژوند د کیفیت د لوړولو او د زرغونې فضأ د جوړلو په موخه، د ودانیو پر بامونو د (زرغونو بڼونو یا زرغونو بامونو) جوړول دي. خو زرغون بامونه یا زرغون بڼونه څه دي او څنګه له دې زرغونو سیمو څخه د ښار د اوسېدونکو د ژوند د کیفیت د ښه والي لپاره ګټه اخیستل کېدای شي...؟

په ښاري چاپېریال کې د زرغونو بامونو اهمیت

زرغون بام، هغه بام دی چې، د یخو سمنټو او تور قیر پر ځای، د نباتاتو، وښو، ګلونو یا د نیالګیو یو ښکلی او زرغون باغ یا ګلبڼ جوړیږي. دا فضأ کېدای شي  یو ښکلی چمن، ګلبڼ یا د کورنۍ لپاره د سبزیجاتو او مېوو د کرلو ځای‌ځایګی وي.

زرغون بام د یوه بڼ په څېر فضأ ده چې، د ودانیو پر بامونو جوړېږي او ښار ته ښکلا وربخښي. دغه سیمې د چاپېریال د تودوخې په کمولو، د هوا د کیفیت په ښه کولو، د غږیزې ککړتیا په کمولو او د بېلابېلو مرغانو او حشراتو لپاره د استوګنځای په برابرولو کې مهم او اغېزمن رول لري. برسېره پر دې، زرغون بامونه کولای شي د ودانیو د انرژۍ مصرف هم راکم کړي، ځکه دا یو طبیعي حرارتي عایق جوړوي چې د کورونو د تودولو او سړولو په برخه کې د برېښنایي وسایلو اړتیا کمه کړي او ورسره د لګښتونو په کمښت کې هم د پام وړ رول لوبولی شي. له همدې امله د ډېرو هېوادونو ښاروالۍ، خلک هڅوي چې په خپلو کورونو کې زرغون بامونه یا زرغون بڼونه جوړ کړي.

د ښاري ژوند پر کیفیت د زرغونو بامونو اغېزه 

زرغون بامونه نه یوازې د چاپېریال له پلوه ګټور دي، بلکې د خلکو د ذهني او رواني هوساینې لپاره هم ښه دي. دا سیمې د آرامتیا او تفریح ځایونه دي چې، کولی شي رواني فشارونه کم کړي او د خلکو روحیه پیاوړې کړي. په ګڼ‌مېشتو ښارونو لکه نیویارک کې، زرغون بامونه د خلکو د خوښې ځایونه ګرځېدلي، چې د ښار له شور او ککړتیا لرې له ښکلي طبیعت نه خوند واخلي.  اړینه ده چې د دغو زرغونو بامونو د څو مهمو ګټو په اړه په لاندې توګه لنډ معلومات وړاندې شي:

۱- د هوا پاکول:

بوټي د کاربن ډای اکسایډ په جذب او د تازه آکسیجن په تولید کې طبیعي فابریکې دي. په ګڼ‌مېشتو ښارونو کې دا یو نعمت دی چې په لوړو ودانیو کې هم تازه هوا موندلی شو.

۲- د حرارت کنټرولول:

زرغون‌بام د ودانیو لپاره د طبیعي عایق په توګه عمل کوي. په دوبي کې د تودوخې کچه ټیټوي او په ژمي کې د تودوخې ساتنه کوي، چې په پایله کې د برېښنا لګښتونه تر پخوا کمیږي.

۳- د باران د اوبو مدیریت:

زرغون بامونه د باران د اوبو یوه برخه له ځانه سره ساتي او د ژر جذب مخه یې نیسي.

۴-  د غږیزې ککړتیا مخنیوی کوي

د خاورو او نباتاتو څو پوړیزه طبقه د غږ څپې جذبوي، چې دا له شور څخه د آرام چاپېریال په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

۵- ښکلا او ذهني هوساینه:

زرغون بامونه یوازې د ښکلا لپاره نه دي، بلکې د روح لپاره هم الهام بخښونکي دي.

د ګلونو رنګونه، د تازه بوټو بوی او د بوټو ترمنځ د باد خوږه څپه د هر انسان روح تازه کوي.

د زرغونو بامونو جوړول:

د شنو بامونو جوړول یو هنري او تخنیکي کار دی چې، د پلان، انجنیرۍ او بڼوالۍ ګډ مهارت غواړي. مهم ګامونه یې دا دي:

۱- د بام جوړښت : د کور بام باید کلک او د بار طاقت ولري.

۲- د اوبو ضد: بام باید د اوبو ضد وي، څو ودانۍ له رطوبته خوندي شي او د اوبو د جذب مخه ونیسي.

۳- د اوبو ایستلو سیستم: د باران د اوبو د زیاتوالي پرمهال د اوبو ایستلوسیستم اړین دی.

۴- خاوره یا سبسټریټ(هغه مواد چې بوټي پکې وده کوي) اچول: سپکه، حاصلخېزه او د بوټو لپاره مناسبه طبقه جوړول.

۵- د نباتاتو کرنه: د اقلیم سره سم واښه، ګلان، بوټي یا د نیالګیو کرل.

د زرغونو بامونو بریالۍ بېلګې:

د امریکا په شیکاګو ښار کې د ښاروالۍ مرکزي ودانۍ بام په ښکلي زرغون بام بدل شوی، چې نه یوازې د ښار ښکلا یې زیاته کړې ده، بلکې د تودوخې په میاشتو کې د طبیعي یخچال په څېر عمل کوي. په توکیو کې هم د زرغونو بامونو جوړول د دې لامل شوي چې، جوړوونکي او ښاروالۍ دواړه د ودانیو د عمومي فعالیت او د خلکو د ژوند د کیفیت د ښه والي هڅه وکړي. دا بېلګې په ښکاره ښيي چې، زرغون بامونه څنګه د چاپېریالي او اقتصادي موخو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

د زرغوو بامونو پر وړاندې ننګونې:

سره له دې چې زرغون بامونه ډېرې ګټې لري، خو د جوړولو پر مهال یې ځینې ننګونې هم شته چې، یو مهم خنډ یې د جوړولو او ساتنې لګښت دی. برسېره پر دې، د زرغونو بامونو د ډیزاین او ساتنې لپاره ځانګړي وسایل او مسلکي کسانو ته اړتیا ده چې ښايي دغه چاره لږ څه ټکنۍ کړي خو ګټه په تاوان کیږي.

د بحث‌نچوړ:

د کور پر بام زرذغون ‌بڼونه د ښارونو په زړه کې د طبیعت ټوټې دي. دا ټوټې زموږ د سترګو لید تازه کوي، زموږ د تنفس هوا پاکوي، زموږ کورونه ساړه او تاوده ساتي او زموږ روح ته د طبیعت د مینې پیغام رسوي. ښايي هغه وخت را رسېدلی وي چې، د خپل کور پر بام د زرغونو بوټو یوه زرغونه لمن وغوړوو او ښار ته د طبیعت یوه کوچنۍ ډالۍ ورکړو.