الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د وزیر آباد د چهار قلعه په بازارونو کې د ښاري نظم پلان پلی شو

5 سنبله 1404

 16098.jpg (1820 × 1024)

د لسمې ناحیې د مسئولانو له لوري د وزیر آباد د چهار قلعه په بازارونو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو او یاد بازارونه له غصب او ناقانونه تاسیساتو پاک شول. له پرلپسې خبرتیاوو وروسته د هټیو مخې ته او پلیو لارو کې ناقانونه رغونو، د زرغونو سیمو د غصب مواردو او ښاري سرغړونو ته رسېدنه وشوه. د کابل ښاروالۍ مسئولان د ښاري نظم د رامنځته کېدو او د قانون د حاکمیت په موخه په بېلابېلو ناحیو کې له ښاري نظم څخه په دوامداره توګه څارنې کوي. پلې لارې او سړکونه عامه ملکیتونه دي او هېڅ حکمي او حقیقي شخص ترې د شخصي ګټې اخیستنې حق نه لري. همدا راز سرغړونکو ته ګوت څنډنه وشوه څو په پلو لارو او سړکونو کې خنډونه رامنځته نه کړي او پر ګرځنده پلورونکو ټینګار وشو چې، د ښاري بې نظمۍ او د چاپېریال د ککړتیا لامل ونه ګرځي