د بېکاره او اړمنو هېوادلو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه، د «کار په بدل کې مرسته» پروګرام د ډنمارک د مهاجرینو ټولنې (DRC) په همکارۍ د قصبې د زرغون کمربند د پروژې په سیمه کې، چې د پنځلسمې ناحیې اړوند ده، پیل شو. د پنځلسمې ناحیې مرستیال مولوي سراج الدین سعادتیار په دې اړه وویل: د سیمهایزو شوراګانو د سروې پر بنسټ، د دې ناحیې د« ۲۱، ۲۲ او ۲۳م »ګذر« ۱۰۹ » تنه اوسېدونکي د دې پروګرام تر پوښښ لاندې راغلي دي. یاد کسان به د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ ریاست د کارکوونکو ترڅنګ، د زرغون کمربند د پروژې په بسترجوړونه، د اوبو تنظیم او نظافت برخو کې همکاري وکړي. دا پروګرام د یوې میاشتې لپاره دی او کارکوونکي به هره ورځ د شپږو ساعتونو لپاره کار کوي. همدارنګه د دوی لپاره د کار یونیفورم (واسکټ، موزې، جرابې، خولۍ او دستکشې) وېشل شوي دي. د هر کارګر ورځنی مزد« ۳۵۰ »افغانۍ ټاکل شوی دی. د یادونې وړ ده چې ښايي دا پروګرام به راتلونکي ته هم وغځول شي څو له یوې خوا بې روزګاره ښاریانو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د ښاري مدیریت په ښه کېدو کې مرسته وکړي