الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ په بازارونو کې ښاري نظم و ارزول شو

8 سنبله 1404

 16124.jpg (1820 × 1024)

د کمپنۍ او ورڅېرمه سیمو  په بازارونو کې د وضعیت د ښه والي او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دغې سیمې په بازارونو کې د موظف کمیسیون له خوا د ښاري نظم ارزونه وشوه. د کابل ښاروالۍ دمارکیټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار په دې اړه وویل: "د ګرځنده پلورونکو فعالیتونه به په بدیلو سیمو کې تنظیم او د موټرو تمځایونه به په مناسبو ځایونو کې وټاکل شي ترڅو د ښار د دې ګڼه ګوڼې لرونکې سیمې په څېره کې مثبت بدلون رامنځته شي. ښاغلي انصار زیاته کړه: د ښاري نظم کمیسیون، چې د کابل ښاروالۍ، د کابل ولایت، د کابل پولیسو قوماندانۍ، د ترافیکو ریاست، د استخباراتو ریاست او د ترانسپورت او دفاع وزارتونو څخه جوړ دی، خپل عملیاتي پلان په بشپړه همغږۍ سره پلي کوي ترڅو د کمپنۍ بازار په ګډون د ښار په بېلابېلو سیمو کې قانون پلی او د ښاري نظم وضعیت ښه شي.  ښاري نظم د ښاریانو د هوساینې او آرامۍ لپاره یو بنسټیز اصل دی، چې د حمایتي او تقویتي برنامو په پلي کولو سره به په جدي توګه تعقیب کیږي. پاتې دې نه وي چې، سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي