الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دویمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو

 16142.jpg (1820 × 1024)

د چاپېریال او ښاري سیمو د پاک ساتلو په موخه په دویمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې یوه اندازه تیت کثافات راټول او په منظمه توګه له ښاره د باندې ولېږدول شول. په دې حشر کې د کابل ښاروالۍ مسئولانو، د عالمانو، ځوانانو او ګذر وکیلانو شوراګانو استازو او خصوصي تنظیفي شرکتونو ګدون کړی وو. د دویمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالرحیم محمدي له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: دا برنامه یو ښه فرصت دی څو په تنظیفي چارو کې وروسته پاتې والی جبران شي او اړتیا ده چې، ښاریان د خپلو سیمو پاک ساتلو ته پام وکړي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین د یادې ناحیې ښاریان د ښار پاک ساتلو ته راوبلل او ویې ویل: ټول خلک باید کثافات په ځانګړو ځایونو کې واچوي څو د کابل ښاروالۍ پرسونل وکولای شي په وخت هغه له ښاره د باندې لېږدوي