د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا د محترم مقام په منظورۍ، مولوي عبدالروف په دویم بست کې د یو ویشتمې ناحیې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس مفتي عبدالقادر نعماني له خوا د یادې ناحیې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. په هغه پېژندغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس په خپلو خبرو کې د یادې ادارې د مشرتابه سبارښتنې په ډاګه کړې او د چارو په چټکتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي وویل: د ښاري خدمتونو د وضعیت د ښه والي په موخه، په اداره کې بدلون یو اصل دی او نوی رئیس یو ژمن، صادق او د ماسټرۍ تر کچې د لوړو زده کړو په ګاڼه سمبال شخص دی. ښاغلي نعماني زیاته کړه، د کابل ښاروالۍ مشرتابه له نوي رئیس څخه هیله لري چې ورسپارل شوې خپله دنده په پوره امانتدارۍ او رښتینولۍ ترسره کړي څو د یادې ناحیې د اوسېدونکو د رضایت کچه لوړه شي. دغه راز ښاغلي نعماني د یادې ناحیې کارکوونکو ته په خطاب کې وویل: د خدمتونو د وړاندې کولو پر مهال دې له مراجعینو سره نیک چلند او د کارونو په ترسره کولو کې دې هڅه وکړي او په کاري چاپېریال کې دې د اطاعت، مسئولیت منلو او صمیمیت فضا لا پیاوړې شي