الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ چمتو ده چې د خصوصي سکتور پانګونې ته زمینه برابره کړي

11 سنبله 1404

 16157.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د ترکیې هېواد د یوه خصوصي شرکت له استازو سره په لیدنه کې، په کابل ښار کې د پانګونې د طرحو او فرصتونو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي سجستاني په دې لیدنه کې د پانګونې د خوندي فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، کابل ښاروالۍ چمتو ده څو خصوصي سکټور ته د پانګونې غوره زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړه: د تخنیکي څېړنو له ترسره کولو او تائید وروسته به د سوداګریزو ودانیو، ښارګوټو او نورو پروژو عملي کړنلاره پلې شي، څو خصوصي سکټور ته د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر شي. د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال څرګنده کړه چې، نړیوالو خصوصي شرکتونو ته د کابل ښاروالۍ په پروژو کې د پانګونې او همکارۍ لپاره بشپړه زمینه برابره شوې ده. وروسته د ترکي خصوصي شرکت استازو د کابل ښاروالۍ په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او ژمنه یې وکړه چې، دوی  به خپلې طرحې او وړاندیزونه ډېر ژر له کابل ښاروالۍ سره شریک او تر ارزونې او تائید وروسته به خپلې طرحې په عملي توګه پلې کړي