الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د تنظیف ریاست د اداري ودانیو د جوړولو چارې بشپړې شوې

11 سنبله 1404

 16164.jpg (1820 × 1024)

کارکوونکو ته د خوندي کاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست په انګړ کې د دوه اداري ودانیو د جوړولو چارې بشپړې شوې. لومړۍ ودانۍ په (۷۰۰) متر مربع ځمکه کې د دوو پوړونو او د ټولو کاري وسایلو دساتلو په موخه، (۲۴)  خونو په درلودلو سره جوړه شوې ده. په همدې توګه دویمه ودانۍ په (۸۰۰) متر مربع ځمکه کې، د څلورو پوړونو او یوې تهکوۍ په ګډون  جوړه شوې ده چې، په هغې کې د خیاطۍ خونه، پخلنځی، د ډوډۍ خوړولو صالون، روغتیايي کلنیک، اداري دفترونه، د غونډو خونه، دهلیزونه او تشنابونه په پام کې نیول شوي دي