الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې لوی تنظیفي حشر ترسره شو

 16173.jpg (1820 × 1024)

د چاپېریال د پاک ساتلو او د ښاري کلتور د دودولو په موخه، په اتمه ناحیه کې لوی تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې یوه ډیره اندازه کثافات راټول او له ښار څخه د باندې د ګزک سیمې ته ولېږدول شول. په دې حشر کې د کابل ښاروالۍ مسئولینو، خصوصي تنظیفي شرکتونو، ګذر وکیلانو او د یادې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو. د حشر ګډونوالو د خپلو سیمو پاک ساتل د هر ښاري مسئولیت وباله او له ټولو ښاریانو یې وغوښتل چې، د ښاري سیمو په ځانګړې توګه د لښتیو او کانالونو پاک ساتلو ته پام وکړي. د اتمې ناحیې مرستیال مولوي انورالحق حنفي په دې اړه وویل: له دې حشر څخه موخه، د ښار د پاکوالي په برخه کې د خلکو د پوهې کچې لوړول، د همکارۍ د روحیې پیاوړتیا او د یوه سالم ښاري چاپېریال رامنځته کول دي. نوموړي همدا راز ټینګار وکړ چې، د ښار د پاکوالي په برخه کې د خلکو ګډون د کابل ښاریانو یو پخوانی بډایه دود دی او د اتمې ناحیې له اوسېدونکو یې وغوښتل چې، د کابل ښاروالۍ له نارنجي اغوستونکو سره مرسته وکړي