الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

۲۶۸۳۳ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي له منځه یوړل شول

 16273.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا د ښار له بازارونو څخه را ټول شوي (۲۶۸۳۳) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي  توکی چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې له ښار څخه د باندې په ګزک سیمه کې له منځه یوړل شول. د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل الکریم احمد په دې اړه وویل: په دغو توکو کې شیدې، ملایي، غوړي، پنیر، د لوبیا، نخودو او ماهي کنسرو، د رومي بادنجانو روب، چپس، پاپړ، شامپو، صابون او څښاک توکي شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې، په له منځه وړل شویو توکو کې یو شمېر هغه لوډسپیکر چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو هم موجود وو. د کابل ښاروالۍ مسئولین د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، په دوامداره توګه له بازارونو څارنې کوي. دغه راز له ټولو اصنافو څخه غوښتنه کیږي چې، د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي او ښاریان دې هم  د اړتیا وړ توکو نېټې او کیفیت ته په جدي توګه پام وکړي