الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ ناحیې له بازارونو څخه ۳۵۰۰ کیلوګرامه بې کیفیته توکي راټول شول

 16302.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې له بازارونو څخه (۳۵۰۰) کیلو ګرامه بې کیفیته توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه راټول شوي دي. د یادې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر مخدوم عبدالحق حقیار په دې اړه وویل: په دغو توکو کې شیدې، ملايي، بیسکویت، غوړي، صابون، شامپو او څښاک توکي شامل دي او د تېرې یوې میاشتې په لړ کې له بازارونو راټول شوي دي. نوموړي له پلورونکو وغوښتل چې، د بې کیفیته او تېر وخته توکو له پلورلو څخه ډډه وکړي او همدا راز ښاریان دې هم د اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي، ځکه دغه توکي د بېلابېلو ناروغیو د رامنځته کېدو او خپرېدو لامل ګرځي. د کابل ښاروالۍ مسئولین د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د ښار په ټولو  بازارونو کې د توکو له نېټې او کیفیت څخه څارنې کوي او سرغړونکي له قانوني چلند سره مخ کېږي