الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شلمې ناحیې له بازارونو څخه ۳۰۰۰ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول شول

 16310.jpg (1820 × 1024)

د شلمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې له بازارونو څخه په تېرو (۸) میاشتو کې راټول شوي (۳۰۰۰) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د یادې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر مولوي امان الله عمران وویل چې، په دغو توکو کې غوړي، شېدې، ملايي، بیسکویټ، شامپو، صابون او د څښاک غیر الکولي توکي شامل دي. نوموړي د شلمې ناحیې له هټیوالو او سوداګرو وغوښتل چې، د بې کیفیته او تېر وخته توکو له پلورلو څخه ډډه وکړي او ښاریان هم باید د اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي. د یادونې وړ ده چې، د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له خوا په بېلابېلو ناحیو کې له بازارونو څخه څارنې روانې دي