شاه محمود درویش

دا یو انکار نه منونکی حقیقت دی چی، د کتاب لوستل او په ټوله کې مطالعه د هر انسان د پوهنیزې وړتیا، د گټورو معلوماتو په بډاینه او د ذهن په پراختیا کی ځانگړی اهمیت او اغېزمن رول لري. دلته د دې ټکي یادونه اړینه ده چې، د آدم(ع) د پیدایښت له لومړیو وختونو څخه تر نن ورځې پورې د انسانانو تمدن، تاریخ او کلتور د کتاب په مرسته راتلونکو نسلونو ته لیږدول شوی دی. که چېرې د کتاب مرسته نه وای، نو انسان به د تمدن پېژندنې او د خپلو نیکونو د تلپاتې ارزښتونو په تگلوري کې نه بریالی کېده.
د همدې ارزښت او اړتیا پر بنسټ کتاب او د هغه مطالعې ته پاملرنه زموږ یوه اړتیا ده، ځکه د کتاب مطالعه او له کتاب سره مینه د دې لامل کېږي چې، انسانان په ټولنه کې د پوهې او معلوماتو په پراختیا کې په تېره بیا ځوانانو ته گټور او ارزښتناک آثار پریږدي. کتاب او قلم د اسلام په مبین دین او په افغاني کلتور کې لوړ مقام او ځای لري، ځکه دغه دواړه زموږ خلکو ته ناپیژاندې کلېمې نه دي، بلکې له پخوا زمانو څخه را په دیخوا زموږ د خلکو له ژوندانه او برخلیک سره اړیکه لري او وده یې کړې ده. نن ورځ که د نړۍ په هر گوټ کې پرمختللی هېواد لیدل کېږي نو د هغوی پرمختگ د کتاب لوستلو، لیکنو او خپرونو له لارې سرته رسېدلی دی. د نړۍ نوموتي کسان هغه دي چې، ښه کتابونه یې لیکلي او د همدغو کتابونو له لارې یې خلک پېژني او خپل فکرونه نورو ته ورلیږدوي. کتاب په حقیقت کې هغه ملگری دی چې، پټه خوله له انسان سره دوستي کوي او پرته له ناوړه عکس العمل څخه خپل مثبت معلومات نورو ته ورکوي.
له شک پرته چې دلته ددې ټکي یاددښت هم اړین دی چې، ځیني وخت چې موږ کتاب مطالعه کوو ژر د ستړیا احساس کوو، نو ددې لپاره چې د کتاب لوستنې په وخت کی ژر د ستړیا احساس ونه کړو اړتیا ده چې، د ځینو څېړونکو په باور لاندې سپارښتنې په پام کې ونیسو، خو له سپارښتنو مخکې ددې ستونزې د لاښې سپړنې او حل لارې لپاره ،کتاب لوستنه د موضوعاتو له مخې په دوو برخو ویشو:
لومړی: آزاده مطالعه، چې د معلوماتو د ډېرولو په موخه ترسره کیږي، د خپل مسئولیت ور ها خوا، د کتاب لوستنه لکه د ښوونځی یو تن زده کوونکی چې، د خپلو درسي کتابونو سربېره نور کتابونه او مجلې مطالعه کوي.
دویم: د خپل مسئولیت او مسلک په برخه کی مطالعه لکه د ښوونځی زده کوونکي ته خپل درسي کتابونه، د پوهنتون محصل ته دخپل اړوند پوهنځي نوټونه.
د کتاب له لوستلو څخه ستړیا، په دواړو حالتونو کی یو ډول ده خو د مسئولیت او مسلک په برخه کی به له کتاب لوستنې ستړیا یو څه ژر او ډیره وي، خو موږ یې دواړه یو ډول بولو او پر حل یې غږیږو، د حل لپاره یې لاندې سپارښتنې کېږي، تاسې دا سپارښتنې د کتاب لوستنې پر وخت په پام کی ونیسئ، له لنډ وخت څخه وروسته به په ځان کې بدلون احساس کړئ او داستونزې به مو ورو ورو حل شي:
۱- د کتاب لوستنې لپاره بشپړ چمتووالی: یعنې په روحي او جسمي ډول باید کتاب لوستنې ته چمتو و اوسئ که مو فکر خراب یا مو فکري تمرکز په بل څه وو، له کتاب لوستنې څخه ډډه وکړئ.
۲- هغه مطالعه چې، د مسئولیت له مخې او د مسلک په برخه کې یې کوئ، سهار وختي باید وشي او ذوقي مطالعه د شپې ناوخته ښه ده.
۳- که مو پنځوس دقیقې کتاب ولوستلو نو لس دقیقې حتمي تفریح وکړئ او بیا مطالعې ته ور وگرځئ.
۴- که ناروغ او یا بې خوبه یاست، له مطالعې څخه ډډه وکړئ او آرام ویده شئ.
۵- د کتاب لوستنې پر وخت د پنځو حواسو یو ځای کول اړین دي، ځکه چې ارواپوهان یې پاملرنه بولي.
۶- په دې باید خبر شئ چې، له کتاب لوستنې مو موخه څه ده؟ له نننۍ مطالعې څخه څه زده کول غواړئ؟
۷- د کلماتو د معنی په پیدا کولو کې ډیره هڅه مه کوئ، بلکې د لیکنې محتوا ته فکر وکړئ، د لیکنې اساسي مفاهیم ذهن ته وسپارئ او په ورځني ژوند کې ترینه ګټه پورته کړئ.
۸ - د کتاب د یوې مقالې له لوستنې څخه وروسته، د مقالې پر موضوع ژور فکر وکړئ، د مقالې موضوع ځان ته ښه تحلیل کړئ.
۹- په وروستیو کې ستاسې او د کتاب ترمنځ واټن باید له (۳۰) سانتي متر څخه ډېره او کمه نه وي.
له شک پرته که چېرې یاد ټکي په بشپړ ډول عملي کړئ، ستاسې او د کتاب ترمنځ به خبرې پیل شي، داسې خبرې چې ستړیا به ترې احساس نه کړئ، ډیر وخت به کتاب لوستنې ته هوسیږئ او له کتاب پرته به ځان درته بد ښکاري. پام مو وي چې دا ډول کتاب لوستنه به په لومړیو وختونو کې ستونزمنه وي، خو ورو ورو به ورسره عادت شئ، ځکه د یو عمل تکرار په عادت بدلیږي او عادت ستاسې په کړنو کې په خپله څرگندیږي. د داسې مطالعې گټه به داوي چې، تاسې به لوستلي یو څه هضم کړئ او په ورځني ژوند کې به د اړتیا پر وخت تاسو ته په درد وخوري او هم به ستاسو پر مټ بل کس ته د مثبتې ګټې په موخه، گټور معلومات په واک کې ورکړل شي.
دې ټکي ته مو هم باید پام وي چې، پوهنه د هر هېواد د خلکو د پوهې او کلتور د کچې په لوړولو کې ځانگړی اهمیت لري. نن ورځ چی د نړۍ کوم هېواد پرمختگ کړی هغه د پوهې او کلتور په مټ دی. د افغانستان اسلامي امارت اړوند مسئولې ادارې، زموږ قدرمن لیکوالان، پانگوال او خپرندویان باید د کتاب لیکنې، چاپونې او خپرونې په برخه کې د اوس په پرتله لا نور هم زیار وباسي ترڅو زموږ د هېواد خلک د پوهې په ګاڼه سمبال شي او دغه راز د هېواد ځوان نسل دکتاب لوستنې او مطالعې پرمټ ګټور معلومات خپل ذهن ته وسپاري، خپلې وړتیاوې په کار واچوي او د همدغو معلوماتو پر بنسټ ورځ تربلې پر نوښتونو لاس پورې کړي او په دې ډول ګران هېواد او خپلو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د ترسره کولو جوګه شي.
    

