الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.64 افغانی
1 یورو 73.80 افغانی
1 درهم 17.70 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

اتصالات مخابراتي شرکت د ښاري ښکلا په برخه کې چمتوالی وښود

25 حمل 1405


د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال حاجي محمد نبي «عثماني» د ښاري ښکلا په برخه کې له خصوصي سکتور سره د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه، د اتصالات مخابراتي شرکت له استازو سره وکتل او د ښار د ښکلا په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د ښاري ښکلا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې، کابل ښاروالۍ د ښار په کچه د لویو او بې ‌سارې پروژو د پلي کولو تر څنګ، خصوصي سکټور ته هم په یو شمېر برخو کې د فعالې ونډې زمینه برابروي، څو له دې لارې ټول ښاریان د ښار د بڼې په بدلون کې برخه واخلي.
ورته مهال د اتصالات مخابراتي شرکت استازي کفایت‌الله نبي ‌خېل د ښاري سمبولونو د چمتو کولو، د کتابونونو د جوړولو او د زرغونو سیمو په پراختیا کې د فعالې ونډې اخیستنې ژمنه وکړه.
همدا راز د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال څرګنده کړه چې، د بودجې تر ټاکلو او د یاد شرکت له خوا د وړاندیز شویو طرحو تر تخنیکي ارزولو او تائید وروسته به عملي ګامونه پورته شي.
د اتصالات مخابراتي شرکت استازو ژمنه وکړه چې، خپلې طرحې او وړاندیزونه به ډېر ژر د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته وړاندې کړي او تر ارزونې او تأیید وروسته به یې د عملي کولو بهیر پیل شي.