عزیزي
ښار له هغه پراخه سیمې څخه عبارت دی چې، په هغه کې ډېر نفوس ژوند کوي او خلک یې له کرنې پرته په نورو فعالیتونو او کارونو بوخت وي. په ښار کې بېلابېل ولسونه تر ځانګړو اصولو، قوانینو او مقرراتو لاندې ژوند کوي. په نړۍ کې لومړی رامنځته شوی ښار له میلاد څخه ۵۵۰۰ کاله وړاندې بین النهرین دی. په لومړنیو ښارونو کې د وګړو شمېر کم وو، ځکه خو یې دېوال درلود ترڅو وکولای شي له نظامي ګواښونو او بریدونو ځان وژغوري. د تاریخ لیکونکو په وینا، انسانانو له پیدایښت سره سم هڅه کوله چې، د ژوند له پخواني سبک، په غارونو او ځنګلونو کې له ژوند څخه را ووځي او خپل ځان ته د غوره ژوند آسانتیاوې او فرصتونه رامنځته کړي، همدا لامل وو چې، د ښارونو رامنځته کولو ته مخه شوه. معیاري ښارونه هغه ښارونو ته ویل کېږي چې، په هغه کې خلکو ته د هوسا او منظم ژوند زمینه برابره وي او بېلابېل اقتصادي فعالیتونه پکې ترسره کیږي.
د ښار په معیاريتوب کې د نورو لاملونو ترڅنګ، د پلاني سیمو ډېرېدل مهم رول لوبوي چې، په وسیله یې د ښارونو پراختیا او د اقتصادي فعالیتونو رامنځته کېدو ته زمینه برابرېږي.
پلاني سیمې هغه منظمې او طرحه شوې ښاري سیمې دي چې، د ښاري پلان جوړونې اصولو ته په پام جوړې شوې وي او د استوګنې، سوداګرۍ، خـدمتونو، ترانسپورت، تفریح او زرغون چاپېریال لپاره مناسب جوړښت ولري.
کله چې، د ښار په یوه څنډه کې سیمې پلاني شي ورسره جوخت لاندې آسانتیاوې رامنځته کېږي:
۱- ښاري نظم او ترتیب:
ښاري نظم د یوه ښار د سمون، پرمختګ او هوسا ژوند بنسټ جوړوي. د ښاري نظم شتون د ښاري ژوند کیفیت ښه کوي. کله چې یوه سیمه پلاني شي په هغه کې کوڅې، سړکونه، کـورونه او نور عامه تأسیسات جوړ او په ښار کې نظم رامنځته کېږي.
۲- د هوسا ژوند رامنځته کېدل
هوسا ژوند هغه آرام، باثباته او له خوښیو ډک ژوند ته ویل کېږي چې، انسان پکې خپل ځان د بدني، ذهني، ټولنیز او اقتصادي اړخونو له پلوه خوندي، آرام او ډاډمن احساس کړي. په پلاني سیمو کې اوسېدونکي ترانسپورت، روغتیا، پوهې او بازار ته لاس رسی پیدا کوي چې ورسره جوخت د هوسا ژوند لپاره آسانتیاوې رامنځته کېږي.
۳- د ترافیکي ستونزو کمښت
ترافیکي ګڼه ګوڼه هغه لویه ستونزه ده چې، مخ پر ودې ښارونو کې ورسره ښاریان لاس او ګریوان دي او له امله یې دوی نه شي کولای په کمه موده او ټاکلي وخت کې له یوه ځای څخه بل ځای ته سفر وکړي. کله چې په ښار کې پلاني سیمې ډېرې شي، سړکونه پراخېږي، تم ځایونه او پلې لارې رامنځته کېږي او په ټوله کې ترافیکي ستونزې کمښت مومي.
۴- د مناسب چاپېریال رامنځته کېدل
زرغونې سیمې د ښاري ژوند حیاتي برخه ده. هر ښار باید د ښاري پراختیا تر څنګ زرغونې سیمې هم ولري. کله چې یوه سیمه پلاني شي ورسره جوخت زرغونې سیمې پراختیا مومي او همد راز فاضلاب او کثافات په ښه توګه مدیریت کېږي.
۵- د سیمو د اقتصادي ارزښت لوړېدل
په غیر پلاني سیمو کې د ملکیتونو ارزښت ټیټ وي، ځکه اقتصادي او د پانګونې فرصتونه پکې کم وي، خو کله چې،سیمې پلاني شي، ملکیتونه ارزښت پیدا کوي او پانګوال لېواله کېږي چې، په هغه کې مناسبه پانګونه وکړي.
۶- د امنیت او ثبات رامنځته کېدل
د امنیت شتون د انساني ژوند یوه اساسي اړتیا ده، په منظمو پلاني سیمو کې امنیتي ارګانونه په منظمه توګه فعالیت او څارنې کوي او دا چاره د دې لامل کېږي چې، امنیت لا ټینګ او ثبات رامنځته شي.
۷- د ښاري کلتور پیاوړي کېدل
کله چې سیمې پلاني شي، هلته د پوهې کچه لوړېږي او همدا راز د ښار په وړاندې د خلکود مسئولیت منلو کلتور پیاوړی او بډایه کېږي. ځکه هلته د هرې برخې مسئولین د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته په وخت رسېدنه کوي او خلک اړ دي چې، په پلاني سیمو کې د ځانګړو اصولو له مخې ژوند وکړي.
په ټوله کې ویلای شو چې، د سیمو په پلاني کېدو سره خلک د ژوند ټولو اساسي اړتیاوو ته لاس رسی پیدا کوي او د ښاري خدمتونو اړوند ادارې کولای شي هلته پر وخت معیاري خدمتونه وړاندې کړي.
د معلوماتو له مخې د کابل ښار ۷۵ سلنه برخه غیر پلاني ده، خو کابل ښاروالۍ اوس د نورو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، د ښاري سیمو د پلاني کولو په برخه کې هم پروژې تر لاس لاندې لري چې، په پلي کېدو سره به یې د کابل ښار په اقتصادي وده او معیاري پراختیا کې د غوره بدلونونو شاهدان و اوسو.