د میرزا عبدالقادر "بیدل" سړک په اوږدو کې د جدولونو تر بیا رغونې او نصبولو وروسته، د دغو جدولونو د رنګولو چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست لخوا روانې دي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست د کارکونکي خواجه اقبال صدیقي په وینا، د هنګرها له څلور لارې څخه د ټایمني پروژې د پنځم سړک تر څلور لارې پورې د سړک دمنځني ګلدان شاوخوا جدولونو تر بدلولو وروسته، د دې ګلدان نوي جدولونه رنګ شوي او اوس د دې سړک د مثلث ډوله ګلدانونو د رنګولو چارې روانې دي. د دې سړک د ګلدانونو د رنګولو له بشپړیدو وروسته به، د ذاکرین ښارګوټي د سړک جدولونه هم رنګ شي. په دې پروژه کې هغه جدولونه چې، د بیارغونې وړ نه ؤ، په ځای یې نوي جدولونه نصب شوي او پاتې نور یې په اساسي توګه بیارغول شوي دي. د سړک غاړې جدولونه نه یوازې د ترافیکي بهیر په ویشلو کې د اهمیت وړ دي، بلکې د ښاري چاپېریال په ښکلا او د ګلدانونو په پراختیا کې هم ارزښتناکه رول لري