الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د زلزلې پر مهال اړېنی لارښوونې

آ-الکوزی

16336.jpg (2500 × 1100)

زلزله یوه طبیعي پېښه ده چې، د الله په قدرت د ځمکې د ننه طبقو د ناڅاپي خوځښت له امله رامنځته کېږي. دغه پېښه کولی شي ودانۍ، پلونه، سړکونه ویجاړ او د انسانانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي.

په نړۍ کې هر کال په سلګونه زلزلې رامنځته کېږي، خو ځینې یې دومره شدیدې وي چې، په زرګونو انسانانو ته مرګ ‌ژوبله اړوي، میلیونونه کسان بې‌کوره کوي او ستر مالي زیانونه رامنځته کوي.

څرنګه چې ولیـدل شـول د روان «۱۴۰۴»کال د وږي په نهمه نېټه د شپې یولـس نیمې بجې، د کـونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې یوه زوروره زلزله وشوه،د زلزلې شدت «۶» درجې ښودل شوی دی. په دې زلزلې کې له «۲،۲۰۰» څخه زیات کسان مړه او تر«۳،۶۰۰ » زیات نور ټپیان دي. ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي. زلزله دومره زوروره وه چې نږدې ټول کورونه یې نړولي او خلک یې بې‌کوره کړي دي. همدې غمیزې ته په کتو سره اړینه ده چې له زلزلې مخکې، د زلزلې پر مهـال او له زلـزلې وروسـته باید اړین چمتووالـی ولرو، څو د تلفـاتو او زیانونو په کمـولو او مخنیوي کې ترې ګټه واخلو. دلته غواړم چې د چارو د کارپوهانو ځینې مشورې درسره شریکې کړم:

لومړی: له زلزلې وړاندې تدابیر

خپل کور، دفتر او ودانۍ وخت په وخت په دقیقه توګه وګورئ. که د ودانۍ کومه برخه زړه یا کمزورې وي، نو جوړه یې کړئ.

ـ په کور کې یو خوندي ځای وټاکئ (لکه د میز لاندې یا د دروازې د سرتاق لاندې) څو د زلزلې پر مهال ځان پکې خوندي کړئ.

ـ درانه توکي لکه کتابونه، ګلدانونه او زینتي وسایل له الماریو را ښکته او یا یې ښه کلک کړئ،څو د زلزلې پر مهال را ونه لویږي.

هره کورنۍ باید د بېړني حالت لپاره یوه چمتو شوې کځوړه ولري، چې پکې د اړتیا وړ توکي وساتي، لکه:

ـ د څښاک پاکې اوبه. 

ـ وچ خوراکي توکي.

ـ د لومړنیو طبي مرستې کڅوړه.

ـ موبایل، چارجر، رادیو او...

ـ څراغ، اضافي بیټرۍ او...

ـ ضروري اسناد، اضافي جامې او کمپلې.

ـ په کور دننه د پټېدو لپاره، مناسب ځایونه وټاکئ چې د زلزلې پرمهال پکې خوندي اوسئ.

ـ د کورنۍ د غړو ځانګړې اړتیاوې (ماشومان،  زاړه،  ناروغان) په پام کې ونیسئ.

ـ د زلزلې په اړه پوهاوی ورکول، تمرینونه کول او د وتلو لارې ډېرې مهمې دي.

ـ د ښوونځي ماشومان باید وپوهېږي چې څه وکړي، چېرې لاړ شي او څنګه ځان وساتي.

دویم : د زلزلې پرمهال 

ـ که د ودانۍ دننه یاست میز لاندې پناه واخلئ، سر او غاړه مو وپوښئ (که نور څه نه وی، خپل لاسونه مو په سر باندې کېږدئ)

ـ له کړکیو، ښیښو، د برېښنا له لېنونو او له زړو دیوالونو لرې اوسئ.

ـ بیړه مه کوئ، هوښیار اوسئ.

ـ آزاده فضاء او خوندي ځای ته لاړ شئ.

ـ له ودانیو، ونو، د برېښنا له پایو او نورو خطرناکو څیزونو نه لرې شئ.

ـ له سـړکونو او ګڼه‌ګـوڼې ځـان وساتئ.

ـ که په موټر کې یاست، موټر ژر تر ژره ودروئ.

ـ که خـوندي نه یاست، له مـوټره ښکته شئ.

ـ د کورنیو له غړو سره د چمتو شوي پلان مطابق عمل وکړئ.

ـ له ماشومانو، ښځو او زړو سره مرسته وکړئ.

درېیم: له زلزلې وروسته 

ـ خپل او د نورو روغتیایي حالت وڅېړئ.

ـ ژوبلو کسانو ته بېړنۍ طبي مرستې ورسوئ.

ـ له خرابو یا نیمه ویجاړو ودانیو لرې شئ.

ـ د ګازو، برېښنا او اوبو سیستمونه بند کړئ.

د اور یا چاودنې نښې وګورئ او ژر ځان وژغورئ.

ـ د رادیو یا موبائیل له لارې رسمي خبرونه واورئ.

ـ د حکـومت، ژغـورنې ټیمـونو او خدماتي ادارو لارښوونې تعقیب کړئ.

ـ له ګڼه‌ګوڼې لرې اوسئ او بې ځایه تګ راتګ مه کوئ.

ـ د بېړنیو خدماتو کارکوونکو ته لاره ورکړئ.

ـ له خپلو شاوخوا خلکو سره مرسته وکړئ.

ـ که اړتیا وي، له رواني مشاورینو مرسته وغواړئ. زلزله یوه طبیعي او ناڅاپي پېښه ده، خو د چمتووالي، پوهاوي او مـرستې له لارې کولی شـو چې د ژوند ژغـورلو، زیانونو کمولو او د آرامتیا راوستلو لپاره ګټور ګامونه واخلو، ځکه چې د ځان ساتنه فرض ده.