د اقتصادي معاونیت په اډانه کې د اقتصادي چارو د مرستیال مولوي احسانالله احرار په مشرۍ یوه تخنیکي پلاوي په کابل ښار کې د سړک جوړونې له یو شمېر هغو پروژو څخه لیدنه وکړه چې، د کار پرانیسته یې د ریاست الوزرا مقام د اقتصادي معاونیت د رهبرۍ له لوري شوې وه او دا پروژې یې د ښاري ترانسپورت د تنظیم او ښاري پراختیا په برخه کې مهمې وبللې. یاد پلاوي د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې، له هنګرا څلورلارې څخه تر قصبې سړک، د خیرخانې کوتل له دویم فاز او د خیرخانې کوتل او قرغې سړک ترمنځ د نوي نښلونکي سړک د جوړېدو چارې له نږدې وکتلې او ویې ویل چې، په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې کابل ښار د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې د ګڼو مهمو پروژو د پلي کېدو شاهد وو. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس له یاد پلاوي سره د پروژو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل او د سړک جوړونې د یو شمېر پروژو پر وړاندې یې د شته ستونزو اړوند هم رڼا واچوله. د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت پلاوي هیله څرګنده کړه چې، یادې پروژې به د ټاکلي مهالوېش، شفافیت او تخنیکي معیارونو پر بنسټ بشپړې شي، څو د کابل ښار اوسېدونکي له معیاري ښاري خدمتونو څخه برخمن شي. د یادونې وړ ده چې دا مهال د کابل ښار په کچه په بېلابېلو ناحیو کې د سړک جوړونې د ګڼ شمېر پروژو چارې روانې دي چې، په بشپړېدو سره به یې د ترانسپورت په برخه کې شته ستونزې هوارې او د کابل ښار معیاري پراختیا ته به زمینه برابره شي