د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست د مسئولینو له لوري د اتمې ناحیې اړوند د بګرامیو په منډوي کې د ارتزاقي توکو له نرخونو او په معیاري توګه یې د ساتنې له څرنګوالي څارنه وشوه. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم رئیس مولوي محمد یونس مدثر په دې اړه وویل: یو شمېر ښاریانو مخکې په یاده منډوي کې د اوړو او نورو ارتزاقي توکو له لوړو نرخونو او کم وزن شکایت کاوه، خو د دوی د څارنو په پایله کې په ډاګه شوه چې، ګڼ شمېر فعالیت کوونکو د پخوا په پرتله خپل فعالیتونه اصلاح کړي او ځینو نورو ته چې، سرغړونې یې درلودې اړینې سپارتنې وشوې. نوموړي د بګرامیو منډوي له هټیوالو او فعالیت کوونکو وغوښتل چې، د توکو د پلورلو پرمهال انصاف په پام کې ونیسي او د خپل فعالیت په سیمه کې ښاري اصولو او مقرراتو ته پام وکړي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ مسئولین په دوامداره توګه په بازارونو کې د توکو له کیفیت او نرخونو څارنې کوي، څو ښاریان وکولای شي خپل د اړتیا وړ توکي په مناسب قیمت او ښه کیفیت ترلاسه کړي