د دیارلسمې ناحیې د مسئولانو له لوري د یادې ناحیې له اړوند بازارونو څخه د څارنې په لړ کې ۳۰۵۰ کیلو ګرامه تېر وخته او بې کیفیته توکي او ۳۵۱ لوډسپیکر چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د لمنځه وړلو په موخه ځانګړي ځای ته ولېږدول شول. د یادې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل: د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې څانګې له لوري څارنې روانې دي او ښاریان باید د توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نټې او کیفیت ته پام وکړي. نوموړي زیاته کړه چې، فعالیت کوونکي او اصناف باید د توکو د پلورلو لپاره له لوډسپیکرونو ګټه پورته نه کړي ځکه د دوی دا کار په سړکونو او کوڅو کې د غږیزې ککړتیا د رامنځته کېدو سبب ګرځي