د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت او د اورښتونو پرمهال د لښتیو له بندېدو څخه د مخنیوي په موخه، دواخانې له ګولایي څخهد پُل سوخته په لور د کانال پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د تنظیف ریاست د یوه کارکوونکي انجنیر مصطفي په وینا؛ د پلان له مخې د ښار په کچه په بېلابېلو سیمو کې د بندو کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې روانې دي او اوس مهال د دواخانې ګولایي په سیمه کې د (۱.۳۳) کیلو مترو په اوږدوالي د کانال د پاکولو چارې په اساسي توګه تر لاس لاندې دي. د دې کانال د پاکولو په موخه، له تنظیفي کارکوونکو، سکواټور او نورو اړینو وسایطو څخه کار اخیستل کېږي او را اېستل شوې کثافات له ښار څخه د باندې لېږدول کېږي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د کانالونو او لښتیو پاک ساتلو ته پام وکړي څو د اورښتونو پرمهال سړکونو ته د اوبو له راختلو څخه مخنیوی وشي .له بده مرغه چې د یو شمېر ښاریانو له خوا د کثافاتو اچول، د کانالونو او لښتیو د بندېدو اصل لامل کېږي چې، له امله یې ګڼې چاپېریالي ستونزې هم رامنځته کېږي