الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دولسمې ناحیې اړوند سیمو څخه څه باندې دوه ټنه بې کیفیته توکي راټول شول

 16403.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې د مسئولینو له خوا له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې (۲۱۰۰) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز (۱۱۵) لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي ؤ راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د دولسمې ناحیې د چاپېریال ساتنې او چاپېریالي روغتیا مدیر مولوي عبدالکبیر ظفري په دې اړه وویل: د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د یادې ناحیې له بازارونو څخه څارنې روانې دي. نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې، د اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي. په همدې توګه اصنافو او پلورونکو ته سپارښتنه وشوه چې، د لوډسپیکر په کارولو سره په سړکونو او کوڅو کې د غږیزې ککړتیا رامنځته کولو او ښاریانو ته د مزاحمت لامل نشي