الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ او باغ بالا ترمنځ نوی نښلوونکی سړک په څراغونو روښانه شو

31 سنبله 1404

 16408.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د بادام باغ او باغ بالا ترمنځ د پُل تخنیک غره په لمن کې نوی نښلوونکی سړک په څراغونو روښانه او ښکلی شو. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په دې اړه وویل: د دې سړک په اوږدو کې ( ۷۲ ) د څراغونو پایې ( ستنې) په څراغونو سمبال او روښانه شوې چې، د ښې رڼا په لرلو سره د ترافیکي خوندیتوب، د ښاري جرمونو په کموالي او د چاپېریال د ښکلا په برخه کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه، ښاریان باید د دې نوي جوړ شوي سړک ټول تاسیسات خوندي وساتي او همدا راز د سړک ساتنې ته باید په جدي توګه پام وکړي. یاد سړک دوه برخې لري چې، لومړۍ برخه یې له بادام باغ څخه د پولتخنیک غره تر لمنې پورې (۹۰۰) متره او د پولتخنیک غره له لمنې څخه د کانتیننتال هوټل ته څېرمه  تر کارته مامورین پورې (۸۰۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري. د دې سړک د جوړولو چارې په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په اساسي توګه بشپړې شوې دي او ډېر ژر به رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه سړک چې څلورمه، پنځمه او اوولسمه ناحیه یو له بل سره نښلوي، د ګڼه ګوڼې د کمښت او د ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې مهم رول لري