کابل ښاروالۍ ښنه کاروان سره د خلګو د ګډون په موخه، دو شنبه په ورځ د ۱۳۹۷ کال د کب میاشتي په ۲۷مه نیټه د ښار په دولسمه ناحیه کې د نیالګیو کینول کمپاین په لاره واچول شو. د یادي ناحیې اوسیدونکو د سولې او لا سمسورتیا په موخه د نیالګیو ایښودلو کمپاین کې برخه واخسته، همدارنګه خلګو د کابل ښاروالۍ ترڅنګ د نیالګیو روزنې او ساتنې پخاطر خپل بشپړ چمتو والي اعلان کړ. د راتلونکي کال لپاره د نیالګیو ایښودلو سراسري کمپاین په لړ کې دا څلورمه ناحیه ده چې خلګ د سمسورتیا په موخه په ډیره لیوالتیا سره پکې برخه اخلي.