په کابل ښار کې د غیر معیاري ودانیو له جوړېدو څخه د مخنیوي په اړه، ودانیزو سرغړونو ته د رسېدو کمېټې غونډه د کابل ښار مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې کابل ښاروال د خپلو خبرو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې، له ښاري نورمونو سره په ټکر کې د ودانیو له جوړولو څخه دې مخنیوی وشي او ویې ویل چې، مسئولین باید په دې برخه کې خپلې دندې د مسئولیت او رښتینولۍ له مخې ترسره کړي. کابل ښاروال مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د کړنلارې او د چارو په تړاو د ااا د هدایاتو له مخې دې د تېرې ادارې پرمهال شویو ودانیزو سرغړونو ته په جدي توګه رسېدنه وشي، ځکه په تېر کې د غیر معیاري ودانیو جوړېدل د دې لامل ګرځېدلي څو ښاري مدیریت له ستونزو او ننګونو سره مخ شي. نوموړي د ویزه شویو نقشو مطابق د ودانیو په جوړېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د ښار د اقتصادي او معیاري ودې او د کاري بوختیاوو رامنځته کېدو په موخه، په ښار کې د معیاري ودانیو له جوړولو ملاتړ کوي او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې، د کړنلارې له مخې دې د ودانیز جواز د صادرولو په برخه کې ښاریانو ته اړینې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، په دې غونډه کې د ودانیزو سرغړونو (۳۲) قضیې وڅېړل شوې او د هرې قضیې په اړه اړینې پریکړې تر سره شوې