د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په مشرۍ، د کابل ښار د ګل پلورونکو ټولنې له غړو سره د ګلانو او زینتي بوټو د سوداګریز کمپلکس د جوړولو په اړه لومړنۍ غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې ګل پلورونکو او د زینتي بوټو فارم لرونکو د ګلانو او زنیتي بوټو د سوداګریز کمپلکس د جوړولو په موخه، خپله طرحه چې په هغه کې د یوه جومات، پارکینګ او تفریحي پارک جوړول هم شامل دي د کابل ښاروالۍ له مشرتابه سره شریکه کړه او د جوړولو په برخه کې یې د مرستې غوښتنه وکړه. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال د دې طرحې د پلي کولو په برخه کې د هر راز مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل چې، دا کار د کابل ښار د ښکلا او زرغونتیا لامل ګرځي. د نوموړي په وینا؛ اړتیا ده څو د معیاري کمپلکس د جوړولو په برخه کې یو ښه او بشپړ مکانیزم د کابل ښاروالۍ او خصوصي سکټور ترمنځ په همغږۍ جوړ شي. ښاغلي سجستاني همدا راز وویل چې، د دې کمپلکس په جوړېدو سره به د ګلانو او زینتي بوټو د نندارتونونو ترسره کولو او فارم لرونکو او ګل پلورنکو ته د ګلانو د پلورلو په برخه کې ښه زمینه برابره شي. کابل ښاروالۍ پانګوالو ته د خوندي پانګونې د زمینې برابرولو په برخه کې ژمنتیا لري او هڅه کوي چې، د کابل ښاریانو په ملتیا د ګلانو او زینتي بوټو د روزنې کلتور په پیاوړي کولو سره د کابل ښار زرغونې سیمې لا پراخه کړي