الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

سړکونه؛ د اقتصاد او اړیکو بنسټ

عزیزي

16432.jpg (1200 × 528)

ښار او ټولنه د خپل ژوند د پایښت، پرمختګ او پراختیا لپاره یو شمېر مهمو ښاري زیربناوو ته اړتیا لري چې، یو له دې جوړښتونو او زیربناوو څخه سړک دی او په ښارونو کې د پراختیا او معیاري ودې بنسټ شمېرل کیږي.

سړکونه نه یوازې د خلکو تر منځ واټن لنډوي، بلکې د وخت، لګښت او انرژۍ د سپما لامل هم ګرځي. همدا راز له کرنیزو سیمو څخه بازارونو ته د محصولاتو لېږد، له روغتونونو، ښوونځیو او خدماتي ادارو سره اړیکه ټینګول ټول د سړکونو له برکته ممکن کېږي.

په پرمختللو ټولنو کې سړکونه د ملي اقتصاد د ودې، کارموندنې او د ټولنې د هوساینې مهم عوامل بلل کېږي. همداراز، د طبیعي پېښو پر مهال د مرستې رسولو او بیړنیو عملیاتو لپاره هم سړکونه اړین دي.

ټولنیز، اقتصادي، چاپېریالي او کلتوري فکتورونه د دې لامل ګرځېدلي دي چې، نړۍ د سړکونو جوړولو په برخه کې اقدام وکړي او د انسانانو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

په ښارونو کې ښاري خدمتونه په دوه بنسټیزو ستنو ولاړ دي چې، یوه برخه یې ښاري زیربناوې او بله برخه یې عامه ودانۍ دي چې، سړکونه د ښارونو له بنسټیزو زیربناو څخه شمېرل کیږي.

سړک د انجنیري ودانیو ټولګه ده چې، په اقتصادي لحاظ د مسافرینو او سوداګریزو توکو د لیږد لپاره ځانګړي شوي او په محاسبه شوي سرعت سره بې له ځنډ او ګواښ څخه د وسایطو حرکت ته چمتو شوي دي او د یوې ټولنې د اقتصاد د ودې لامل کیږي .

د اهمیت له اړخه سړکونه په (۵) برخو وېشل شوي دي:

لویې لارې، سیمه ییز سړکونه، ولایتي سړکونه، ښاري سړکونه او د سیمو ترمنځ سړکونه.

پوهانو د سړک تعریف په لنډ دول داسې کړی دی:

سړک: هغه مشخص چوکاټ دی چې، خلک پرې د وسایطو په وسیله د ځان او توکو د لیږد لپاره کار اخلي.

د جوړښت له نظره سړکونه په دوه ډوله دي:

۱-  سخت سړکونه

۲- ارتجاعي سړکونه 

سخت سړکونه:  هغه سړکونه دي چې، په جوړښت کې یې له کانکرېټ او یو شمېر نورو سیخ لرونکو توکو څخه ګټه پورته کیږي او د سیمې د اړتیا او غوښتنې مطابق ( RCC) یا (PCC)  پکې کارول کیږي.

الف: RCC: د کانکرېټ او فولادو ترکیب دی چې، نږدې په ټولو ودانیو کې په بېلابېلو ډولونو کارول کیږي.

ب: PCC : د کانکرېټ شګو، جغل او ډبرو مخلوط دی چې، د اوبو او سمنټو په ګډون ترې ګټه پورته کیږي.

سخت سړکونه تر ډېره کار کوي او ګټه یې دا ده چې، په آسانۍ سره کولای شو هغه بیا ورغو، خو زیان یې دا دی چې غیر اقتصادي دي او ډېر وخت ته اړتیا لري.

ارتجاعي سړکونه: 

هغه سړکونه دي چې، په جوړښت کې یې له قیر څخه ګټه پورته کیږي او یا په بله معنا، پرته له کانکرېټي سړکونو نور ټول سړکونه د ارتجاعي سړکونو په نوم یادیږي.

دغه سړکونه د هوا د حالاتو په وړاندې ډېر مقاومت لري، کم وخت ته اړتیا لري، بیارغونه یې د کانکرېټي سړکونو په پرتله آسانه ده ،خو عمر یې کم دی او د انجنیرۍ د برخې کارپوهان د دې ډول سړکونو عمر ۴۰ کاله بولي.

د سړکونو میل یا د مزل لاره د ځمکې توپیر ته په کتو ټاکل کیږي چې، په هوارو، تپه لرونکو او غره لرونکو سیمو کې بېلابېل فورمولونه لري.

د انجنیرۍ له اړخه په ښارونو کې د سړکونو سور په معیاري توګه (۱۲، ۲۰، ۳۰، ۵۰، ۶۰ او ۷۰) متره ټاکل شوی دی.

د لویو لارو او د ښاري سړکونو ترمنځ یو عمده توپیر دی دا دی چې، لویې لارې ډېری وخت د ځمکې له سطحې پورته جوړیږي (اوږې لري) خو ښاري سړکونو بیا ډیری وخت د ځمکې له سطحې سره برابر جوړیږي او اوږې نه لري.

بلآخره سړکونه د اقتصادي، سياسي، صنعتي، ټولنيزو او نورو برخو د پرمختګ او پراختیا په برخه کې خورا اهمیت لري او د یوې ټولنې په اقتصادي ژوند کې مهم رول لوبوي. په همدې توګه سړک ښارونه سره نښلوي او د خلکو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي.

د لیکنې په لړ کې مو د سړک په اړوند تر یوې اندازې معلومات وړاندې کړل او ترڅنګ مو یې په ارزښت او اهمیت هم خبرې وکړې، خو له دې 

سر بېره  هغه برخه چې، دلته یې یادونه کوو دا ده چې، د سړکونو په ساتنه کې وګړي خورا مهم رول لوبوي. کابل ښاروالۍ د سړکونو اهمیت ته په کتو په کابل ښار کې د یو شمېر مهمو سړکونو د جوړولو چارې پیل کړې دي، ترڅو له یوې خوا ترافیکي ګڼه ګوڼه راکمه او له بلې خوا د ښار معیاري پرمختګ او پراختیا ته زمینه برابره شي. کله چې په یوه سیمه کې سړک تېر شي، ورسره جوخت د ځمکې ارزښت هم لوړېږي او په همدې توګه د سړک په اوږدو کې مېشت ښاریان کولای شي پر وخت خپل د کار ځای، دفتر، ښوونځي، روغتون او نورو آسانتیاوو ته لاس رسی پیدا کړي. همدې اهمیت ته په کتو افراد باید په فردي او ټولیزه توګه د سړکونو ساتنې ته پام وکړي او پرېنږدي چې، دا مهمې زیربناوې د بېلابېلو لاملونو له امله خرابې او ویجاړې شي.