د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د (ګل پایتخت) په نامه نندارتون پرانیستل شو

4 حمل 1398

کابل ښاروالۍ دګلانو او شنو بوټو د روزونکو دیو شمیر خصوصي سکټورونو په بلنه، نن شنبه د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري میاشتې په دریمه نیټه، د (ګل پایتخت) په نامه یو نندارتون د کابل ښار یوولسمې ناحیې اړوند دخیرخانې مینې د لمړۍ برخې په پارک کې(شمال زون) د دیرښ ورخو لپاره پرانیست. له دغه نندارتون څخه موخه، د ګلانو او شنو بوټو، چې د کابل ښار له اقلیم سره سمون ولري په کارولو سره، دښکلا، زرغونتیا او ښیرازه کولو د فرهنګ پیاوړي کول ښودل شوي. په کابل ښارکې د راز راز ګلانو او شنو بوټو د روزنې او پالنې فرهنګ له پخوا وختونو څخه د خلکو په منځ کې رواج لري او په دې برخه کې دپخوانیو خلکو هلې ځلې د یادولو وړ بریښي. کابل ښاروالۍ د کابل ښار په بیلابیلو زونونوکې، ګلانو او نورو شنو بوټو ته د خلکو لاس رسې او په دې برخه کې د خصوصي سکټورونو د پیاوړتیا په موخه، د داشان نندارتونونو جوړولو ته اقدام وکړ او په پام کې ده چې، دکابل ښار په نورو زونونوکې ورته نندارتونونه هم په لاره واچوي.