الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

مخدره توکي او د هغې ناوړه اغیزې

شاه محمود "درویش"

16453.jpg (5000 × 2200)

نشه یي توکي په حقیقت کې هغه ناوړه پدیده ده، چې په تدریج سره د هر انسان او بیا په ځانگړي توگه د ځوان نسل ټولنیز شخصیت، روغتیا او سلامتیا زیانمنوي، خوږ ژوند یې له اوږد مهاله رنځ، ناهیلۍ او مرگوني گواښ سره مخامخ کوي او په دې لړ کې انساني ټولنه هم له ګڼ شمېر ستونزو او ناخوالو سره مخ کېږي. نو ځکه په ټوله کې له مخدره توکو څخه ګټه اخیستنه د اسلام مبین دين او شریعت له نظره حرام او ناروا عمل بلل شوی، ځکه چې الله تعالی اسلامي شریعت د پنځو اساسي موخو د ساتلو لپاره رالیږلی دی. دا پنځه موخې په اصل کې د اسلامي شریعت د اصولو حیثیت لري، چې د دین له ساتنې، د ځان له ساتنې، دعقل له ساتنې، د نسل او مال له ساتنې څخه عبارت دي، چې په دې اړوند څېړونکي او د نظر خاوندان هم بیا په دې اند دي: 

« دا چې الله تعالی انسان پیدا او د یوې لویې موخې لپاره یې مکلف کړی دی، ددې مسئولیتونو د ښه ترسره کولو لپاره د عقل شتون یوه اړتیا ده، ځکه عقل د انسان د مکلفیت لپاره شرط دی. د عقل د ساتنې په موخه، د هر ډول نشه یي توکو له استعمال، کرکیلې، اخیستل، خرڅول او قاچاق څخه باید ډډه وشي. په نشه یي توکو روږدي کېدل چې په هر ډول وي، که د خوراک له لارې وي او یا هم د پیچکارۍ له لارې، دیني، جسمي، رواني، اخلاقي، مالي او ټولنیز زیانونه لري. په دې کې هیڅ شک نشته چې، د نشه یي توکو استعمال چې په هر ډول وي، حرام دی، له همدې وجې د اسلام مبارک دین مخدره توکي حرام ګرځولي دي.

په دې اړه الله(ج) د قرآنکریم د المایده سورې په(۹۰) یم آیت کې داسې فرمایي:

ژباړه: اې مومنانو! بېشکه شراب، قمار او د فال غشي د شیطان ناولي کارونه دي.

نو له دې څخه ځان وساتئ چې بریالي شئ.

همدارنګه د رسول اکرم(ص) مبارک حدیث دی:

ژباړه: هر شی چې مستي راولي هغه شراب او هر شراب حرام دي.

(صحیح مسلم، صحیح بخاري.)

دغه راز بل حدیث شریف دی:

ژباړه: هغه شی چې ډېره اندازه یې انسان مست کړي یعنی نشه راولي نو لږه اندازه یې هم حرام دي.

(سنن ابوداود، ترمذي.)

له دغو توکو څخه یوازې د انسان عقل نه زیانمنیږي، بلکې د مخدره توکو په استعال سره د انسان مال، ځان، کورنۍ او ټولنه هم زیان ویني او بالاخره هرڅه ورسره له منځه ځي.

همدا لوې نعمت چې خدای تعالی په انسانانو لورولی او ددې په وسیله انسان د خیر او هدایت لارې پېژندلي دي او د خپل پروردګار(ج) عبادت کوي، همدا عقل دی.

خو د مخدره توکو په کارولو سره انسان دغه ستر الهي نعمت له لاسه ورکوي، افسوس د داسې خلکو په حال چې خپل عقل یې په داسې لنډ مهاله خیالي خوښیو تباه کړی دی.

د مخدره توکو استعمال سربیره پردې چې، ډیره لویه ګناه ده، د ډیرو لویو او هر اړخیزو زیانونو لامل هم کېږي، چې په لاندې ډول ترینه یادونه کولی شو:

په نشه یي توکو د روږدو کسانو شخصي زیانونه: نشه یي توکي د انسان په بدن او عقل دواړو باندې ډیرې منفي اغېزې کوي، ځکه نشه یي او مخدره توکي د انسان عقل، اعصاب، فکر او دبدن بېلابېل سیستمونه تخریبوي، چې په دې سره د انسان اعتبار او انساني کرامت ته زیان رسیږي او شخصیت یې له منځه ځي، د هرچا د ملنډو او مسخرو وړ ګرځي او په پایله کې د ډول ډول ناروغیو ښکار کېږي.

د نشه یي توکو اقتصادي زیانونه: د هرې ټولنې ځواک او وړتیا د هغې ټولنې اقتصادي حالت ته په کتو اندازه کېږي. نشه یي توکي د یوې ټولنې د اقتصاد په وروسته پاتې کېدو کې لوی لامل دی، ځکه چې د ټولنې هر وګړی د ټولنې په سمسورتیا او پرمختګ کې رغنده رول لري. ښکاره خبره ده چې کله په یوه ټولنه کې د نشه یي توکو استعمال عام شي، خامخا یې ناوړه اغیزې په عام ډول د ټولنې په اقتصادي حالت غورځي. هرکله چې د یو شخص بدن سالم، عقلي او فکري ځواک یې سم وي، کولی شي د ټولنې اقتصادی وضعیت په ښه کولو کې خپله دنده ترسره کړي، خو برعکس که کوم شخص په نشه یي توکو روږدی وي، نه یوازې دا چې د هېواد د اقتصادي حالت په ښه کولو کې ونډه نشي اخیستی، بلکې د ټولنې د اوږو بار ګڼل کېږي او ګڼې ستونزې هم ورته را منځته کولی شي.

د نشه یي توکو ټولنیز زیانونه:

د مخدره توکو ټولنیز زیانونه له ډېرو لویو او ښکاره ګواښونو څخه شمیرل کېږي، چې شخص، کورنۍ او په پای کې ټوله ټولنه ورسره مخ کېږي.

په ناروغۍ د شخص اخته کېدل او په ګواښوونکې ډول له پښو لوېدل یې بې له شکه په ټولنه باندې اغېزې لري، ځکه شخص له ټولنې څخه جلا نه دی، بلکې د ټولنې یو جز دی، چې هم له ټولنې څخه اغېزمن کېږي او هم ټولنه ترخپل اغیز لاندې راوستلی شي.

نو کله چې په ټولنه کې د روږدو کسانو شمېر ډیر وي، طبیعي خبره ده چې په دې سره د ناروغو کسانو شمېر هم زیاتېږي او د ناروغو کسانو په زیاتېدو ټولنه کې اقتصادي او کاري خوځښت له ګواښ سره مخ کوي، چې په دې سره ټولنه نشي کولی خپلې اړتیاوې پوره کړي.

هغه ټولنه چې، په هغې کې د مخدره توکو کارول مخ په زیاتېدو وي، څنګه کېدای شي چې داسې ټولنه، یوه پیاوړې او په خپلو پښو ولاړه ټولنه وي؟

د روږدو کسانو لپاره هر ډول جرم او جنایت ترسره کول ډیر آسانه وي او خپلو ناوړو موخوته د رسېدو لپاره نه یوازې هر ناوړه عمل ترسره کوي، بلکې هرڅه د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره قربانوي، چې ورسره  جوخت په ټولنه کې ویره او نا امني را منځته کېږي او خلک خپل ژوند په ویره کې تیروي.

د مخدره توکو استعمال د یوې کورنۍ د ژوندانه په وضعیت، آرامتیا او سکـون او همـدا راز په زده کړې، روزنې او اخلاقو باندې بدې اغیزې کوي.

روږدي کسان د نشه یي توکو د تر لاسه کولو په موخه، هر ډول ناوړه کار ترسره کوي، آن که چېری یې د خپلې کورنۍ د عزت په بیه هم وي.

هېره دې نه وي چې، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه په ټولیزه توګه په هېواد کې د نشه یې توکو کښت، قاچاق، پروسس او ترافیک بند کړي دي او پر وړاندې یې مبارزه عملآ دوام لري او امنیتي ځواکونو هم د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د نشه یي توکو ګڼ شمېر کاروباریان او قاچاقبران نیولي او د قانونو منګولو ته یې سپارلي دي.

سربېره پر دې د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو له  خوا د هېواد په کچه په مخدره توکو ګڼ شمیر روږدي کسان هم راټول او د درمنلې په موخه، روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي او په دغو مرکزونو کې دوی ته د تدرملنې په ګډون،اسلامي، عصري او عقیدوي درسونه هم ورکول کېږي، چې د اسلامي امارت دغه اقدام واقعاً د قدر وړ دی.