الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې اړوند بازارونو څخه ۲۵۰۰ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول شول!

 16462.jpg (1820 × 1024)

د څوارلسمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې، (۲۵۰۰) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز (۲۵) لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د یادې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني په دې تړاو وویل: د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، له بازارونو څخه په دوامداره توګه څارنې روانې دي او ښاریانو ته په کار ده چې، د اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي. همدا راز پلورونکي دې د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه ډډه وکړي او د لوډسپیکر په کارولو سره دې په کوڅو او سړکونو کې د غږیزې ککړتیا د رامنځته کېدو لامل ونه ګرځي