الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال په ۲۲مه ناحیه د نیالګیو کینولو په کمپاین کې: ټول باید د ښار په جوړونه او زرغونتیا په موخه هلې ځلې وکړي

6 حمل 1398

نن د ۱۳۹۸کال د وري میاشتي په ۵مه نیټه کی د کابل ښاروالی د نیالګیو کینولو کمپاین به ۲۲مه ناحیه کې پیل کر. په دی کمپاین کی، د کابل ښاروال په داسي حال کې چې د ۲۲مې ناحیې اوسیدونکو شتون درلود، د خبرو په مهال وویل: کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې لري پرتو ناحیو ته پاملرنه وکړي او په ۱۳۹۸کال کې د سیمیزو آسانتیاوو رامنځته کولو پخاطر د هم مهاله ودي په پام کې نیولو سره خپلي برنامې پلي کړي. کابل ښاروال یوځل بیا ټینګار وکړ، ترڅو ټول د ښارپه جوړونه کې هڅه وکړو او له شته فرصتونو په ځانګړي توګه د نیالګیو کینولو موسم کې د ښار په سمسورتیا کې خپل مسولیت ترسره کړو. نوموړي زیاته کړه چې د ګډ کارونو پایلي ښې وي او ټول باید د ښار په جوړولو کې سره لاسونه ورکړو.