الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نهمه ناحیه کې د بازارونو نظم وڅارل شو

10 میزان 1404

 16529.jpg (1200 × 675)

د نهمې ناحیې د مسئولینو له خوا د څلورم مکروریان په سیمه، د هوايي ډګر او د مطبعې سړک په اوږدو کې د بازارونو نظم وڅارل شو او سرغړونکو ته له تادیب سربېره، اړینې سپارښتنې وشوې. د نهمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالغفور غفوري وویل چې، دا کار د ښاري نظم د رامنځته کېدو، د ښاریانو د حقونو د خوندیتوب او په بازارونو کې د خدمتونو د کیفیت لوړولو په موخه ترسره شو. نوموړي زیاته کړه چې، په لویو پلورنځیو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو له نېټې او کیفیت، د صنفي جواز له شتون او په نانوایانو، قصابیو او رستوانتونو کې د حفظ الصحې له څرنګوالي هم څارنه وشوه.  اصنافو او فعالیت کوونکو ته په ټینګار سره وویل شول چې، په پلیو لارو کې خنډونه رامنځته نه کړي، د ښار پاکوالي ته پام وکړي او د حفظ الصحې اصول او سپارښتنې په جدي توګه مراعات کړي