الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له یو شمېر ټولګټو او زیربنايي پروژو څخه څارنه وکړه

10 میزان 1404

 16533.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ له یوه پله، له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي سړک او د ګلباغ سړک د جوړولو له چارو او له یو شمېر نورو تر کار لاندې پروژو  څخه له نږدې څارنه وکړه او له بې کیفیته کار څخه د مخنیوي او د تخنیکي ستونزو د حل په برخه کې یې مسئولانو ته اړینې سپارښتنې وکړې. کابل ښاروال د پروژو د کار په چټکتیا او کیفیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې، دغه پروژې دې له معیارونو سره برابرې بشپړې شي. نوموړي وویل: بې کیفیته کار د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دی او د سرغړونو په صورت کې قانوني چلند کېږي. کابل ښاروال قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې، د ټولو تخنیکي سندونو په پام کې نیولو سره دې پروژې په ټاکلي وخت بشپړې او له خپلو شته امکاناتو څخه دې په غوره توګه ګټه پورته کړي.  همدا راز نوموړي له پروژو څخه په دوامداره څارنو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، کارېدونکي توکي باید لومړی په لابراتوار کې و آزمایل شي. کابل ښاروال زیاته کړه : هېڅوک حق نه لري چې د ټولګټو او زیربنايي پروژو د پلي کولو په برخه کې ناغیړي وکړي. له پروژو څخه په دوامداره توګه د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د څارنو موخه دا ده چې، د ښار په کچه ټولې ټولګټې او زیربنايي پروژې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړې شي