الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ختیځو ولایتونو له زلزله ځپلو سره د کابل ښاروالۍ او ښاریانو مرستې ځانګړې کمېټې ته وسپارل شوې

12 میزان 1404

 16544.jpg (1820 × 1024)

د ختیځو ولایتونو له زلزله ځپلو سره د کابل ښاروالۍ او ښاریانو مرستې کنړ ولایت ته ولېږدول شوې او د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د یادې ادارې د مالي او اداري چارو د مرستیال مولوي سید عصمت الله عاصم او ورسره مل پلاوي له لوري د ختیځو ولایتونو له زلزله ځپلو سره د مرستو را ټولولو ځانګړې کمېټې رئیس شیخ عبدالقهار صدیقي ته رسما وسپارل شوې. د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال د زلزله ځپلو له کورنیو سره خواخوږي وښوده او د قربانیانو روح ته یې دعا وکړه. نوموړي وویل: اړمنو هېوادوالو ته مرسته رسول د ټولو ملي او اخلاقي مسئولیت دی او د کابل ښاروالۍ مشرتابه د کابل د شریفو اوسېدونکو په همغږۍ د زلزله ځپلو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دي. د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ رئیس قاري انعام الله قاضي زاده وویل چې، په دې مرستو کې ۵ میلیونه نغدې پیسې شاملې دي چې، د ختیځ ولایتونو د زلزله ځپلو په اړمنو کورنیو به ووېشل شي. نوموړي زیاته کړه چې، دا مرستې په سختو حالاتو کې د کابل ښاروالۍ او ښاریانو د ژمنتیا څرګندونه کوي. ورته مهال د کابل ښار د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیس حاجي احمدشاه الکوزي وویل چې، له اړمنو هېوادوالو سره مرسته کول د کابل ښاریانو او ټول افغان ولس د فرهنګ یوه برخه ده  او کابل ښاریان تل د اړمنو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دي