د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تانک لوګر سړک څخه د خنډونولري کولو چاري پيل شوي

7 حمل 1398

له دوه کالو هڅو او سلا مشورو څخه وروسته، کابل ښاروالۍ په دي وتوانیده چې د لوګر تانګ سړک په اوږدو کې د استملاکي جایدادونو او خنډونو لري کولو پخاطر د جایدادونو له خاوندانو سره هوکړي ته ورسیږي، چې په پایله کې یې یاد ښاریان چمتو شول ترڅو کابل ښاروالۍ سره په دي برخه کې مرسته وکړي، او تیره ورځ د ۱۳۹۸کال د وري میاشتي په ۵مه نیټه د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز، د جایدادونو خاوندانو، او د اتمي ناحیې مشرانو په حضور کې د خلګو په تود هرکلي د خنډونو لري کولو چاري پيل شوي او کابل ښاروالی ددی خلکو د همکاری څخه منندوی دی. په پام کې ده چې د خنډونو لري کولو کار پرمختګ سره سم، د دي پرمختیایي سړک د عملي رغولو چاري به د مربوطه ادارې له خوا پيل شي. یاد سړک د کابل ښارله مهمو اقتصادي سړکونو څخه ګڼل کیږي، او له بلي خوا د پرمختیایي سړکونو رغول د ښار ماسترپلان سره سم، د ترافیکي ګڼي ګوڼي مخنیوي کوي او د ښار پراختیا د پرمختللو معیارونو په پام کې نیولو سره د کابل ښار له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.