ناصري
تر هر څه دمخه باید وویل شي چې، دخلكو د ذهنونو په روښانه كولو کې، ښوونکي، رسنۍ، روشنفكران، عالمان، سیمه ییز مخور او د جوماتونو ملاامامان رغنده رول لوبولای شي. هر انسان په خپله كورنۍ او خپله ټولنه کې يو لړ مسئولیتونه په غاړه لري او دې ته اړ دی ترڅو يو شمېر كارونه ترسره کړي او كه چېرې د كارونو له ترسره كولو څخه ډډه وکړي نو د واقعی ژوند خوند او مفهوم به ترلاسه نکړي او كه چېرې په مسئولیت سره خپل كارونه پر وخت سره ترسره کړي، نو له شك پرته چې خپلو انساني موخو ته رسېدلی شي. د هرې ورځې په تېرېدو سره زموږ مسئوليتونه زياتېږي ځکه موږ سبا ورځې او راتلونکي ته ورنږدې کېږو، نو په دې توگه هر انسان ته په کار ده چې، خپل د نن ورځې كارونه سبا ته پرېنږدي، ځکه سبا ورځ نور كارونه شته دي چې بايد ترسره شي. د هر كار تر سره كول ځانته وخت او موخې او هره موخه ځانته مانا لري او هغه انساني ژوند ده چې، انسان یې د ترلاسه كولو لپاره هلې ځلې كوي.
كه چېرې موږ په صداقت او ریښتنولۍ سره خپل كارونه په خپل وخت ترسره کړو، نو په حقيقت کې به مو خپل اخلاقي او ټولنيز مسئولیت ادا کړی وي، ځکه موږ د نورو خلكو او د خپلو دندو پر وړاندې مسئوليت لرو. كه چېرې موږ په صداقت او ریښتینولۍ سره د نورو خلكو له مخی يوه تيږه يا يو اغزی لرې کړو نو له شك پرته چې ټولنيزو غوښتنوته به مو مثبت ځواب ورکړی وي. د یوې سالمې ټولنې جوړښت ډیرو کارونو ته اړتیا لري، په همدې موخه هر انسان ته په کار ده چې كار وکړي او هر هغه څوك چې په دندو گمارل کېږي، بايد خپله دنده په ايماندارۍ او صداقت ترسره کړي او كه چېرې موږ دغه شان كارونه په عملي توګه تر سره کړو، نو له شك پرته به مو خپل مسئوليت او رسالت پرځای کړی وي او د خپلې ټولنې د پرمختگ او ترقۍ ماشینونه به مو په حركت راو ستلي وي. همدا راز د امارتي ادارو، رسنيو او نورو روښان ذهنه خلکو يوه ستر مسئولیت دا دی چې، خلك د خپلو دندو، مسئوليتونو او دنورو چوپړتیاوو ترسره كولو ته و هڅوي او هغوی ته په دې هكله اړینې لارښوونې وکړي. دا چې زموږ ټولنه نن ورځ د پرمختګ له کاروان څخه وروسته پاتې ده او ډیری هېواد وال مو د بيسوادۍ او بيوزلۍ له ستونزو سره لاس او گريوان دي، يوازینی لامل یې دا دئ چې، د خلكو د ذهنونو په روښانه كولو کې د پام وړ كارونه نه دي ترسره شوي. موږ اوس په ۲۱ مه پېړۍ کې چې د پرمختگ عصر دی ژوند كوو، خو په ځينو برخو کې مو کړه وړه او كارونه منځنۍ پېړۍ ته ورته دي، دا ځکه چې زموږ د هېواد په تېرو نظامونو کې د فساد او بې مسئولیتۍ د شتون له امله، د ښوونې او روزنې د سيستم په جوړولو کې هسې چې اړینه وه کار ندی شوی. اوس چې دخدای(ج) په فضل سره د تېر په پرتله په هېواد کې د کار کولو او نورو ټولنیزو فعالیتونو د تر سره کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده، هر روشنفكر، ښوونکي، دیني عالم او هرې رسنۍ ته په كار ده ترڅو د خلكو د ذهنونو په روښانه كولو کې خپله دنده او خپل مسئولیت پرځای کړي، ترڅو مو هېواد او خلك د پرمختگ، ترقۍ او هوساینې په لورگامونه پورته او هېواد مو له پرمختللو هېوادونو سره یو ځای شي. په همدې هیله