
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د قلعه مسلم د زرغون کمربند په سیمه کې د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو موخه، د دوو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه بندونه چې، د ۲۶ او ۴۰ مترو په اوږدوالي، ۳.۷ مترو په سور او د ۴ او ۴.۵ مترو په ژوروالي سره د سنګارۍ او کانکرېټ په بڼه جوړېږي، د جوړولوچارې به یې د ۸۰ کاري ورځو په موده کې بشپړې او ورسر جوخت به د قلعه مسلم د زرغون کمربند د خړوبولو لپاره د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.
پاتې نه وي چې، په دې پروژه کې به یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د قلعه مسلم د زرغون کمربند په سیمه کې د اوبو د دوو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې
28 سنبله 1405


