
د کابل ښاروالۍ د دعوت او ارشاد ریاست له خوا په فقهي، عقیدتي، شرعي معاملو او نبوي سیرت برخو کې د یادې ادارې د کارکوونکو د پوهاوي کچه و ارزول شوه.
له دې ارزونې څخه موخه له اسلامي شریعت څخه د کارکوونکو د پوهې کچې لوړول دي چې، د پایلو تر ارزونې وروسته به بریالي او ممتاز کسان د دعوت او ارشاد ریاست له خوا وستایل شي.
د کابل ښاروالۍ د دعوت او ارشاد رئیس مولوي رحمت الله صاحبزاده په دې اړه وویل: د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کارکوونکي د دعوت او ارشاد د موخو ترلاسه کولو په برخه کې ژمنتیا لري او د دې ریاست عالمان توانیدلي چې، په منظمه توګه کارکوونکو ته عقیدتي او فقهي درسونه وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړه چې، په لیکلي بڼه دا ارزونه کارکوونکي هڅوي څو خپلو درسونو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.
د دعوت او ارشاد ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه درسونه د سیرت او صورت د جوړولو، د کړنو د اصلاح او د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د لوړولو په برخه کې خورا ګټور دي.
دوی ټینګار کوي چې، د اسلامي او عقیدتي درسونو له لارې کارکوونکي کولای شي ښاریانو ته په عادلانه، مسئولانه او غوره توګه خدمتونه وړاندې کړي.
په عقیدتي او فقهي برخه کې د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو د پوهاوي کچه و ارزول شوه
23 سنبله 1405


