الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: زرغونتیا، له ککړتیا څخه د هوا دخلاصون یوه لار ده!

10 حمل 1398

کابل ښاروالۍ د ښار په بیلا بیلو ناحیوکې د نیال کینولو دکمپاین په دوام او دکابل ښار د زرغونتیا او سمسورتیا په موخه، تیره ورځ چهارشنبه د ۱۳۹۸ لمریزکال د وري میاشتې اوومه نیټه، دکابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د نیال کینولو کمپاین پیل کړ. د دې کمپاین د مراسمو په لړکې چې، دچاپیریال ساتنې دملي ادارې یو شمیر چارواکي او د سیمې زیات شمیر اوسیدونکي هم حاضر وو،کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز دخپلې وینا په ترڅ کې وویل:کابل ښاروالۍ ښاري وده او ښاري معیارونه په پام کې نیولي او د ښاري ستونزو له منځه وړلو او په ناحیوکې د پراختیا د یوخیلته والي پلانونوته لمړیتوب ورکوي اوپه دې برخه کې دټولو ښاریانو مرسته اړینه ده. کابل ښاروال وویل: زرغونتیا، له ککړتیا څخه د هوا دخلاصون یوه لارده او اړتیا ده چې ددې ښار هر اوسیدونکۍ د کابل ښار د زرغونتیا، ښکلا او دهوا د پاکوالي په موخه یویو نیالګۍ کینوي.