د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې تر اوسه پورې (۸۰) سلنه پرمخ تللې دي او هڅې روانې دي چې دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه شي. دغه ودانۍ چې، په (۹۰۰) متر مربع ځمکې کې ډیزاین شوې ده، دیوې تهکوۍ په ګډون (۵) پوړونه لري چې، اداري دفترونه، د غونډو خونه، دهلیز، پخلنځی، د کاري وسایلو د ساتلو خونه او تشنابونه پکې شامل دي. د دې معیاري اداري ودانۍ په جوړېدو سره به د کار، ساتنې او مراقبت ریاست کارکوونکو لپاره مناسب کاري چاپېریال رامنځته او د ښاري زیربناوو د جوړولو او ساتنې په برخه کې به د دوی فعالیتونه نور هم آسانه شي. همدارنګه، د یاد ریاست په انګړ کې د (۳۰۰) متر مربع په مساحت سره د ودانیزو توکو د یوه لابراتوار د جوړولو چارې هم پیل شوی دي چې، دا ودانۍ به په یو پوړ کې په معیاري توګه جوړه شي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د دې پروژې په بشپړېدو سره، کولی شي د ښاري زیربناوو په پراختیا او ساتنه کې ښاریانو ته اغیزمن او غوره خدمتونه وړاندې کړي