د اوولسمې ناحیې اړوند په نودیک فامیلیو سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژه (۹۰) سلنه مخته تللې او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په دې پروژه کې چې، په (۱۴۸۵) متر مربع ځمکه کې پلې کیږي، د دوو لس پوړیزو بلاکونوجوړول شامل دي چې، هر بلاک یوه تهکوي لري او یو پوړ یې سوداګریز او پاتې (۹) نور یې استوګنیز دي. همدا راز په دې بلاکونو کې په ټولیزه توګه (۱۰۸) استوګنیز آپارتمانونه، هټۍ، لوی پلورنځي او د ورځني ژوند نورې اړتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي چې، له ټولو کاري پړاونو څخه یې تخنیکي او فني څارنې ترسره کېږي. د کابل ښاروالۍ د ځمکو د بیا تنظیم او پراختیا ریاست ټینګار کوي چې، په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلولو او د کور موندلو په موخه به د ځمکو د بیا تنظیم او پراختیا کړنلاره په نورو ناحیو کې هم پلې شي