الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

خپل ژوند څنګه هوسا او ښکلی کړو؟

چمتوکوونکی: دلسوز

16595.jpg (5000 × 2200)

ځني پوهانو خلک په درېیو برخو وېشلي دي:

لومړی برخه، هغه کسان دي چې په ژوند کې خپله پېښې رامنځته کوي. 

دویمه برخه، هغه کسان دي چې یوازې د پېښو ننداره کوي او وروستۍ برخه هغه کسان دي چې، کله یې په ژوند کې کومه پيښه رامنځته شي، په اړه یې هیڅ فکر نه کوي. 

د هرې ټولنې د وګړو ژوند له ښو او بدو پېښو جوړ دی، که د ناوړه پېښو پرځای ښو کارونو ته مخه کړئ، نو ستاسو ژوند کې به یو ډول نوښت رامنځته شي او له دې نوښت سره به مو ژوند لا ښکلا پيدا کړي. 

په لاندې موضوعګانو باندې عمل کول ستاسو را تلوونکی روښانه او فکر ته مو مثبت بدلون ورکوي:

د الله تعالی(ج) عبادت وکړئ!

ټول مخلوقات د الله تعالی(ج) د عبادت لپاره پيدا شوي دي، نو له هر څه مخکې باید موږ او تاسو هر کار د الله تعالی په عبادت سره پیل کړو. 

د ځان مشري وکړئ!    

 په لومړي سر کې باید تاسو د ځان د مشرۍ په اړه فکر وکړئ، چې راتلوونکی مو روښانه شي. 

همدارنګه که تاسو ځان ته د یو مشر په توګه وګورئ، نو راتلوونکی مو بدلون مومي چې، له دې سره تاسو کولای شئ د یوې ډلې، کورنۍ او همدارنګه د یوې ټولنې مشري هم وکړئ. 

موخه ولرئ! 

هر انسان باید په ژوند کې موخه ولري، ځکه موخه لرل د انسان په احساساتو خورا اغېزه کوي او پر ژوند یې باور لا زیاتېږي. 

یوه غوره موخه هغه ده چې، تاسو یو ښه دلیل ولرئ، یعنې تاسو داسې فکر وکړئ چې تاسو ټولنې ته خدمتونه وړاندې کوئ او دا کار مو لا ژوند کولو ته هڅوي او په ژوند کولو مو باور زیاتيږي. 

موخه لرل د یو انسان په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کوي، نو تاسو له ځان څخه پوښتنه وکړئ، چې ستاسو تر ټولو مهمه موخه څه ده؟ 

مثبت فکر وکړئ !

ښه خلک د تل لپاره مثبت فکر لري او مثبت فکر هم د دوی په ژوند کې آسانتیاوې را منځته کوي. 

تر هر څه وړاندې باید مثبت فکر وکړئ، ځکه مثبت فکر کول له تاسو سره مرسته کوي. 

د ځان په اړه شک کول هېر کړئ، ځکه شک کول مو روحیې ته زیان رسوي او د زیان تر څنګ تاسو خپلو کارونو کې ناکام پاتې کېږئ. 

مطالعه وکړئ! 

په ټولنه کې زیات شمېر کسان وینو چې، خپل وخت بې ځایه تېروي، د راتلونکي لپاره هېڅ  فکر نه لري، د دې پر ځای چې بېکاره وخت تېر کړئ نو ښه به دا وي چې مطالعې ته مخه کړئ. 

که مطالعې ته ستاسو پام وګرځي، نو حتمي به ستاسو ژوند کې بدلون راشي، ځکه مطالعه ستاسو فکر ته بدلون ورکوي او تاسو د بریا په لور بیایي. 

له ستونزو یې زده کړئ !

بریالي خلک له ستونزو زده کړه کوي، د نن کار سباته نه پرېږدي، تل د خپل کار په لوري حرکت کوي، نو باید موږ او تاسو هم د بریاليو خلکو لاره غوره کړو او هغه څه چې ستاسو په ذهنونو کې وي، د مثبت کار لپاره عمل پرې وکړئ. 

هغه ستونزې چې ستاسو په وړاندې پرتې دي د هغو لپاره د حل لاره وګورئ، د ستونزو د حل لپاره فکر وکړئ، چې په راتلونکي کې ستاسو د پرمختګ خنډ نشي. 

پوهان وايي: بلا په مخ وهل کيږي، نه په څټ.

ستاسو په ژوند کې چې کومې بدې پېښې رامځته کېږي  تاسو یې د ناکامۍ احساس مه کوئ، ځکه بریالي خلک تل د ستونزو لپاره د حل لاره لټوي. 

له نورو سره مرسته وکړئ! 

د هرې انساني ټولنې وګړي مرستې ته اړتیا لري، چې باید مرسته ورسره وشي. 

مرسته يوازې دا نه ده چې تاسو هغوی ته پیسې ورکړئ، بلکې د نورو خلکو په خوشحالیو خوشحاله شئ او د هغوی د خوشحالی احساس لا پياوړی کړئ، تر څو هغوی نور هم مخته لاړ شي، همدارنګه هغوی ګټورو کارونو ته وهڅوی . 

تمرین وکړئ! 

تاسو د هرې ورځې په پیل کولو سره د لنډ وخت لپاره تمرین وکړې، ځکه تمرین کول مو بدن ته د آرامتیا احساس ورکوي. له تمرین کولو سره مو ذهن پیاوړی کيږي، دغه پياوړتیا مو نورو کارونو ته هڅوي او همدا هڅونه مو په نورو کارونو کې د پرمختګ لامل ګرځي.