شاه محمود "درویش"
خبریالي یا ژورنالیزم په حقیقت کې یوه سپېڅلې دنده ده چې، په هره ټولنه کې د خلکو د هیلو او غوښتنو ترجماني کوي، بناً د نظرخاوندانو په اند د رښتیني خبریالي په هکله د ځینو لاندې ټکو څخه یادونه کولی شو:
«خبریالي یا ژورنالیزم داسې یوه سپېڅلې دنده ده چې، که څوک یې په رښتیني مانا په اخلاص او سپېڅلتوب ترسره کړي، نو په هیڅ یوه ټولنه کې به د خلکو داسې ستونزې پاتې نه شي چې د حل لاره او د پای ټکی ونه مومي، په تېره بیا په اوس مهال ژورنالیزم کې خو به د هیڅ یوې کلیوالې او ښاري سیمې داسې څوک نه وي چې، په یو نه یو ډول دې د رسنیو یوې وسیلې ته لاس رسی ونه لري. هغه څوک چې تعلیم لري د ورځې په اوږدو کې د ورځنیو او شپې له خوا د چاپېدونکو او انلاین ورځپاڼو له لاری کولای شي د نړۍ او خپلې سیمې له حالاتو ځان خبر وساتي، خو هغه څوک چې لیک لوست نه شی کولای او یا هم له ښارونو څخه لرې په کلیوالي او غرنیو سیمو کې ژوند کوي، د راډیو له لارې شیبه په شیبه د نړۍ او سیمې له حالاتو خبریږي او د رسنیو تر دغو دوو وسیلو را وروسته بیا ټلویزیون دی چې، که څه هم دا د رسنیو نوې وسیله نه ده او د رامنځته کېدو یې ډیر کلونه شوي دي، خو د ټلویزیون په برخه کې نویو پرمختګونو د خلکو په زړونو کې د رسنیو تر بلې هرې وسیلې زیات محبوبیت او ځای پیدا کړی ده، ددې لامل ښایی دا هم وي چې د ټلویزیون په ښیښه یا سکرین هرڅه په مخامخ توګه لیدل کېږي او په اوس وخت کې تر پخوا زیات د بیان آزادي ده او څوک نه شي کولای له خپل ولس او نړۍ څخه یوه خبره پټه وساتي. البته په افغانستان کې هم د دولتی ټلویزیون ترڅنګ ځینو خلکو شخصي ټلویزیوني چینلونه پرانیستي چې، د هغو په وسیله څلورویشت ساعته خپرونې کوي او تازه په تازه خبرونه ترې خپروي اوپه څنګ کې یې ورڅخه د اعلانونو په وسیله خپلې ګټې هم ترلاسه کوي او تر ټلویزیون څخه را وروسته بیا انټرنیت د رسنیو په نړۍ کې یوه داسې پرمختللې او چټکه وسیله ده چې، د نړۍ په هره برخه کې میشت خلک کولای شي په ډیره بیړنۍ توګه د نړۍ د هغه بلې څنډې د خلکو له ژوند او حالاتو خبر شي، په تېره بیا په انټرنیټ کې ځینو عمومي ویبپاڼو یا سایتونو خلک دومره سره نږدې کړي چې، هر څوک کولای شي خپل نظریات او خپلې خبرې د سترګو په رپ کې د نړۍ تر هغه بل کونجه ورسوي.
بناً که څوک د ژورنالیزم رښتینو اصولو ته پام وکړي او ځان په بشپړه توګه تري خبر کړي، نو فکر نه کېږي چې یو با استعداده او انرژي لرونکی خبریال به د خپلې ټولنې پر پټو پاتې شویو حقایقو او ستونزو سترګې پټې کړي.
لکه څنګه چې ویل کېږي د هرې سیمې او هرې ټولنې د پرمختګ او پر شاتګ لامل خپله د هغې ټولنې خلک وي، خو د قلم څښتن، لیکوال او ژورنالیست یا خبریال باید د خپلې ټولنې ناوړه دودونو او د انسانانو دردونو ته د یوه عادي شخص په څېر ونه ګوري، هغه باید ډیر حساس واوسي او د هر هغه څه په اړه چې، د ده انساني وجدان او مذهبي اصول یې نه قبلوي باید فکر وکړي او د له منځه وړلو لارې یې ولټوي، نو دا شخص واقعأ بل څوک نه دی بلکې هغه همدغه ژورنالیست یا خبریال دی.
بنأ که خبریال صادق، ځیرک، حساس، زړه ور، چابک او په هغه ژبه چې دی یې کاروي، حاکم ونه اوسي نو نه شي کولای د خپلې ټولنې له دردونو او ستونزو څخه خلک خبر کړي یا د خپلې سیمې د تاریخ، ویاړونو او پرمختګونو په اړوند چاته وغږیږي او یا په خلکو کې د انساني توپیرپالنې د له منځه وړلو شعور او فکر را ژوندی کړي. په یوه مانا رښتینې خبریالي ډیره لوړه او سپېڅلې درجه لري، هغه داسې چې که یو خبریال په بې پرې او بېطرفه توګه خپلو انساني حقوقو ته په پام سره د داسې غیر انساني اعمالو، کړو وړو او ناوړه دودونو په اړه چې، له امله یې د هغې ټولنې انسانان ځورول کېږي، ژوند یې له تباهۍ سره مخ کېږي، پر هرډول انساني حقوقو یې تیری کېږي، خپل ولس او نړۍ ته معلومات ورکړي، نو دا ډول خبریال د قدر وړ دی او هیڅکله هم ورته په کمه سترګه نه شي کتل کېدای. خو ډیر خلک بیا پرته له دې چې، د ټولنې د خدمت او پرمختګ فکر دې ولري، ژورنالیزم د ځان په ګټه کاروي او د څو پیسو د لاسته راوړلو په خاطر د ژورنالیزم سپیڅلی نوم بدناموي.
بناً که څوک غواړي چې د خبریالۍ سپیڅلې دندې ته لاس رسی ولري او دغه دنده وټاکي، نو هغه باید د زده کړو ترڅنګ داسې یو فکر، احساس او شعور ولري چې، د عادي خلکو په پرتله هرڅه ته په ځانګړي او ژور نظر وګوري، ویې څیړي او په اړه یې نور خلک د یوه مثبت او سالم فکر له مخې خبر کړي. دا سمه ده چې، د ژورنالیزم اصول او تیوري به یو څوک په پوهنتون کې زده کړي او یا به یې په اړه کتابونه مطالعه کړي، خو د ژورنالیزم یا خبریالۍ ترشا چې کوم ماغزه، کوم حساسیت او کومه ځیرکتیا په کار ده، هغه څوک د ژورنالیزم د تیوري یا اصولو په زده کولو سره نه شي ترلاسه کولای، ځکه خبریالي د ژوند د نورو هنرونو او کسبونو په څېر داسې یو کسب نه دی چې، یو څوک یې په شاګردي سره زده کړي، خو د خبریالۍ له پاره د ځینو په باور یوازې پوهه شرط نه ده، بلکې حساس زړه او فکر او انساني درد ورسره مهم شرط دی...»
په دې هیله چې قدرمن خبریالان د خبریالۍ د رښتینو اصولو مطابق د اسلامي شریعت په رڼا کې ملي او هېوادنیو لوړو ګټوته په ژمنتیا خپلې چارې په بشپړې سپیڅلتیا او بیطرفۍ پرمخ یوسي،افغان پتمن ولس دې په لومړي قدم کې، دهېواد، سیمې او نړۍ له روانوحالاتو باخبره وساتي اوهم دې په ټولیزه توګه قدرمن هېوادوال ملي یووالي، ورورګلوۍاو اسلامي اخوت ته وهڅوي، چې په پایله کې ګران هېواد د غیرتمنو افغانانو په ګډو هڅو او زیار سره د ترقي او پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږي.