الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د (گل پایتخت) دویم نندارتون پرانستل شو

11 حمل 1398

د ښار ښکلا او سمسوتیا په موخه د بیلا بیلو زینتي او موسمي ګلانونه په ګټي اخیستنې سره چې د کابل ښار له اقلیم سره سمون ولري، د تیري پنجشنبې په ورځ چې د روان کال د وري میاشتي له ۸مې نیټې سره سمون خوري، د کابل ښاروال له خوا د (گل پایتخت) تر عنوان لاندې د کابل په لودیځ زون شپږمه ناحیه علاوالدین پارک کې نندارتون پرانستل شو. په دي نندارتون کې چی یوه میاشت دوام لری، کابل ښاروالی خصوصي برخو ته له مشخص آدرس څخه د بیلا بیلو ګلونو سره د ښاریانو پيژندنې په موخه د ګډون بلنه ورکړه. د ښار ودي او پراختیا په موخه د خصوصي سکتور د مرستو پام را اړول د کابل ښاروالۍ له موخو څخه دي او له بل اړخ څخه په ۱۳۹۸کال کې د کابل ښار سمسورتیا د دې ادارې له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي. په کال ښار کې د ګلونو روزنه لرغونې مخینه لري او د دي ښار خلګ له پخوا څخه د بیلا بیلو ګلونو روزنې ته لیوالتیا لري. هیله کیږي چې د ښار په سمسورتیا کې د دي ادارې ترڅنګ ښاریان هم هراړخیزه مرسته وکړي ځکه د نړۍ د پرمختللي ښارونه پاکوالي راز د ښاریانو او ښاروالۍ ترمنځ په همکاري کې نغښتي دي.