الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار پراختیا او بیارغونه د کابل ښاروالۍ او د ا.ا.ا د مشرتابه لپاره لومړیتوب دی

19 میزان 1404

 16637.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د پراختیا او بیارغونې په برخه کې د هر اړخیزو هڅو پر دوام، د ا.ا.ا پېژندل شوي شخصیت او په قطر کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین له کابل ښاروال سره وکتل او د ښار په کچه له یو شمېر ټولګټو او زیربنايي پروژو څخه یې لیدنه وکړه. کابل ښاروال د ښار په کچه د پرمختیايي پلانونو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د کابل ښاروالۍ مشرتابه د برابرې پراختیا اصل ته ژمنتیا لري او اوس مهال د ښار په بېلابېلو برخو کې د سړکونو د شبکو، ښاري تاسیساتو او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو د څه باندې ۲۰۰ پروژو چارې روانې دي. نوموړي زیاته کړه چې، د سړکونو د ډیزاین، ښاري طراحۍ، د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو، د پروژو د وخت او د اړوند ادارو په همکارۍ د استملاکي چارو د ترسره کولو په برخه کې همغږي په جدي توګه په نظر کې نیول کېږي. ورته مهال ښاغلي شاهین په وروستیو شاوخوا څلورو کلونو کې د ښار په کچه د آبادۍ بشپړې شوې او تر کار لاندې پروژې بې سارې وبللې او زیاته یې کړه چې، دې پروژو د کابل ښاریانو رضایت ترلاسه کړی او خلک یې روښانه راتلونکې ته هیله مند کړي دي. نوموړي ټینګار وکړ چې، د یادې ادارې اساسي اړتیاوې باید په ګوته شي ترڅو د نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ  او همغږۍ د کابل ښار لا ډېرې ودې او پراختیا ته زمینه برابره شي.  کابل ښاروال ډاډ ورکړ چې، د ښار په کچه ټولګټې او زیربنايي پروژې د تخنیکي او پرمختیايي معیارونو له مخې په جديت سره پلې کېږي او په ټاکلي وخت کې به بشپړې شي، څو په دې توګه ښاریان دوی ته د ورکړل شویو ژمنو پایلې په عملي توګه وویني