د دولسمې ناحیې د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې د ماموریت څلور لارې او د احمدشاه بابا مینې د څلورم بلاک ترمنځ سیمه کې روانې دي او هڅه کیږي چې دغه پروژه په لنډ وخت کې بشپړه شي. دغه ودانۍ چې، د (۵۵۰) متر مربع په مساحت سره د یوې تهکوۍ په ګډون په دریو پوړونو کې ډیزاین شوې ده، په هر پوړ کې یې اداري دفترونه، د غونډو خونې، دهلیزونه او تشنابونه په پام کې نیول شوي دي ترڅو د کارکوونکو لپاره مناسب کاري چاپېریال او د ښاریانو لپاره آسانتیاوې رامنځته شي. د دې پروژې په بشپړیدو سره به په دولسمه ناحیه کې ښاریانو ته ښاري چوپړتیاوې په منظمه او اغېزمنه توګه وړاندې شي