د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق " انور" د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د مرستیال مولوي محمد خالد "سجستاني"، د ښاروالیو چارو د همغږۍرئیس مولوي محمد اسحاق "اخند زاده" او ورسره مل پلاوي په کابل ښار کې له یو شمېر زیربنايي او د سړک جوړونې له پروژو څخه لیدنه وکړه. دوی د بره کي په څلورلارې کې ترځمکې لاندې سړک، د پروان سه، بادام باغ، د پولي تخنیک غره د لمنې، د خیرخانې کوتل د لومړي فاز، ذاکرین- قرغې، کمپنۍ- برچي، عرفاني- امید سبز، دارالامان- چلهستون او د علاءالدین درې لارې او تخنیکم سیمې ترمنځ د سړکونو او د دې سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ په موخه د یوه اساسي پله د جوړولو پروژې له نږدې وکتلې.د چارو ادارې لوی رئیس د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو او لاسته راوړونو خوښي وښوده او ویې ویل: د منظمو پلانونو په جوړولو سره کابل ښاروالۍ توانېدلې ده چې، په وروستیو کلونو کې د کابل ښار په کچه یو شمېر لویې پروژې په بریالیتوب سره پلې کړي؛ هغه پروژې چې نه یوازې د ښاریانو د خوښۍ وړ ګرځېدلې دي بلکې، خلک یې د کابل ښار معیاري پراختیا او ورښانه راتلونکې ته هیله مند کړي دي. په وروستیو کلونو کې د ښار په کچه د تیږو په کارولو سره د ګڼ شمېر سړکونو جوړول، قیر کول او کانکرېټ کول د کابل ښاروالۍ د نه ستړې کېدونکو هڅو ښکارندويي کوي چې، د ښار په آبادۍ کې یې خپل مهم رول اداء کړی دی. دا پروژې د ښاري پراختیا د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره طرحه شوې دي چې، د نورو ښارونو لپاره یې نمونه بللی شو. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد "سجستاني" ډاډ ورکړ چې، په کابل ښار کې د سړک جوړونې او نورې زیربنايي پروژې به د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره په منظمه توګه دوام ولري او په ټاکل شوي وخت کې به په اساسي توګه بشپړې شي.